نړیوال کریکټ

سبا د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره کیږي

ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډله به سبا د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي په وړاندې د میدان ډګر ته کښته شي.

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلې درې ټیسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي.

ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه سبا د جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د همدې میاشتي په ۲۴مه نېټه ترسره کړي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.

انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.

له دې لوبلړې وروسته به بیا انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

پاکستان کرکټ ملې لوبډله هم د یادو سیالیو لپاره انګلستان ته تللې تر څو هلته تمرینات ترسره کړي.

د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې