دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کوسال مینډيس په ضمانت له زندانه ازاد شو

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکی کوسال مینډیس د یو میلون سریلانکایي پیسو په ضمانت له زندانه ازاد شو.مینډیس تیره ورځ د موټر د تیز رفتار له وجې یو ۶۴ کلن سړی چې په بیسکل سپور و وهلی و،دغه ۶۴ کلن سړی د څه ځنډ وروسته ومړ، د دې پيښې وروسته کوسال مینډيس سریلانکایي پولیسو ونیوه او د محاکمې لپاره یې توقیف خونې ته یوړ.اوس راپورنه ورکول شوې چې کوسال مینډیس د یو میلون سریلانکایي پیسو په بدل کې په ضمانت له زندانه خوشې شوې دی.

دغه ضمانت د پنډاورا ایډیشنل مجیسټریټ یوي ادارې منظور کړی دی.کوسال مینډيس په ۲۰۱۵ م کال کې ترټولو مخکښ لوبغاړی و او له هغه راوروسته یو څه ښه ونه ځلید نوموړي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډېر زیات کرکټ نندارې ته وړاندې کړی چې په ټيسټ، پنځوس اوریزه، او شل اوریزه سیالیو کې یې د پام وړ لوبې ترسره کړي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې