لیګونهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډ هم د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل د کوربتوب غوښتنه کړې

IPL

چې په نړۍ کې ګڼ شمير مینوال لري لاهم د کرونا له وجې د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.اوس تازه د نیوزیلینډ کرکټ بورډ وړاندیز وکړ چې هندوستان دې داځل خپل کورنی سوداګریز لیګ په نیوزیلینډ کې ترسره کړي.بل پلو بیا د

BCCI

کمېټې غړي وایي،، مونږ ته د لوبغاړو صحت ډېر مهم دی، لومړی مونږ هڅه کوو چې دننه په هیواد کې دا لیګ ترسره کړو او که بیا چېرته امکان یې نه درلود بیا به دکوم بل هیواد په اړه پرېکړه وکړو، مونږسره د نیوزیلینډ وخت خورا توپير لري د هغې لپاره پلان جوړول یو غټه ستونزه،لاهم تراوسه په دې اړه مونږ هیڅ تصمیم نلرو چې خپل کورنی لیګ دې په کوم بل هیواد کې ترسره کړو،،یاده دې وي چې هندي بورډ ته لومړی متحد عربي اماراتو،دوهم بیا سریلانکا کرکټ بورډ او دا دریم هیواد دی چې د دیارلسم پړاو آی پي ایل د کوربتوب غوښتنه کوي لیکن تر دې دمه هیڅ کوم داسي تصمیم نه دی نیول شوې چې دغه لیګ به دننه په هیواد کې او که د هیواده بهر ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې