افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

قیس احمد هم د ژوند نوی مزل پیل کړ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشهوره افسانوې توپ اچوونکي قیس احمد هم نن د ژوند نوی پیل وکړ، او واده یې وکړ. وړمه شپه د نوموړي د واده شپه وه چې نن یې واده پایته ورسېده او د ژوند نوی پیل یې وکړ. 

افغان کرېکنفو ته یوې سرچینې وویل، چې وړمه شپه د قیس احمد د واده شپه وه او نن ورځ یې واده پایته ورسېده.

قیس احمد د افغان لوبډلې مشهوره توپ اچوونکی دی. او د نړۍ په مشهوره لیګونو کې یې د لوبېدو ویاړ تر لاسه کړی دی. هغه په کرابین پریمیر لیګ کې د ګیانا ایمېزون وارېرز لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

او په بیګ باش لیګ کې بیا د هوبارټ هورېنکز لوبډلې لپاره لوبیدلی دی. چې نوموړی په دواړو لیګونو کې خورا ښه لوبیدلی دی.

په شپږیزه کریکټ لیګ کې بیا د بند امېر ډرېګونز لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی. او په افغانستان غوره لیګ کې بیا د بلخ لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی.

نوموړي تر دې دمه پورې یوه ټېسټ او یوه شل اورېزه سیالۍ د افغان کریکټ ملي لوبډلې لپاره تر سره کړې ده. قیس اوس مهال د ۱۹ کالو او ۳۲۵ ور ځو دی. او لېګ برېک توپ اچوونکی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې