لیګونهنړیوال کریکټ

شپږ افغان لوبغاړي په کرابین لیګ کې واخیستل شو

د ویسټ انډيز سوداګریز

Cpl

لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي واخیستل شو‎.چې پکې د راشد خان ارمان په ګډون محمد نبي، رحمان الله ګربز، قیس احمد، نوین الحق، او نور احمد لکڼوال شامل دي.راشد او محمد نبي له پيل څخه بغیر له بولۍ په کرابین لیګ کې خپلولوبډلو د ځانه سره ساتلي و.

د ویسټ انډيز سوداګریز لیګ د اګسټ په ۱۹ نېټه پيل او د سيپټمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دوام وکړي.په دغه لیګ کې د نړۍ بهترینه لوبغاړي ګډون وال وي چې شپږ افغان لوبغاړي به پکې هم ولیدل شي.د رحمان الله ګربز، نوین الحق، او نوراحمد لکڼوال دا لومړی ځل دی چې په کرابین لیګ کې به ولوبیږي.یاده دې وي چې داځل به د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ کیڼ لاسی توپ وهونکی کریس ګيل په دې پړاو کې ګډون ونلري، ځکه ګيل په خپل یو بیان کې ویلي و چې د ویسټ انډيز په راتلونکي پړاو کې په خپله خوښه ګډون نه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې