افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د تخنیکي پلوه بهترینه کرکټر نن ۲۷ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی رحمت شاه زورمتی نن ۲۷ کلن شو.رحمت شاه زرمتی هغه افغان لوبغاړی دی چې په ملي لوبډلې کې یې د غوره کوي فکر څښتن دی.رحمت په ۱۹۹۳ م کال کې د پکتیا ولایت په زورمت ولسوالۍ کې وزیږید،رحمت شاه خپله لومړی یو ورځنۍ لوبه په کال ۲۰۱۳ م کې د سکاټلینډ پر وړاندې ترسره کړه.نوموړی پیل کې د یو ښه الراونډر په صفت ملي لوبډلې ته راعی خو وروسته له هغې چې مجیب او راشد لوبډلې ته راستانه شو د توپ اچونې بڼه یې ورو ورو د اضغر افغان په لوبډلمشرۍ کې تته شوه او ان په اوسني وخت کې د ټيسټ او پنځوس اوریزه لوبو ترټولو کلیدي لوبغاړی دی.

رحمت اوس په ملي لوبډله کې په دوهم پوزیشن میدان ته راښکته کیږي چې د توپ وهنې اوسط او ایوریج یې ترډېره بریده ښه لیدل کيږي.نوموړی اوس په ملي لوبډله کې یوازي د توپ وهونکې په شکل لوبه نندارې ته وړاندې کوي او وخت ناوخت پري د توپ اچونې بارو کیږي.رحمت شاه زرمتی نن ۲۷ کلن شو، نوموړي ته د دې ورځي د کلیزې مبارکې ډېری افغان لوبغاړو او مینوالو په ټولنیزه میډیا کې ورکړله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې