لیګونهنړیوال کریکټ

د بي سي سي آی غړي : مونږ نور د کرکټ نړیوالې شورا ته انتظار نشو کولای

د هندوستان کرکټ بورډ مشهوره ادراه

BCCI

خبر ورکوي چې نور د کرکټ نړیوالې شورا ته انتظار نشي ویستلی که
ICC چیرته د نړیوال شل اوریزه جام په اړه خپله پرېکړه اعلان نه کړي نو مونږ مجبوره یو چې د خپل سوداګریز لیګ آی پي ایل په اړه خپل پلانونه د سره عملي کړو.د بي سي سي آی خزانه دار ارون دومال،

دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې لاتراوسه پورې د کرکټ نړیوالې شورا د شل اویزه جام په اړه هیڅ ډول تصمیم نه دی نیولی، ارون زیاتوي،،مونږ نور آی سي سي ته نه په تمه کیږو، نور مونږ د خپل دیارلسم پړاو آی پي ایل لپاره لومړني کارونه ترسره کوو،اوس مهال په نړۍ کې ځنې لیګونه پرانیستل شوې دي چې ښه مثال یې د بونډیس لیګا د فوټبال لیګ دی،همدا شان د انګلینډ غوره لیګ او داسي نور،داسي هم اټکل کیږي چې په استرالیا هیواد کې چيرته چې نړیوال شل اوریزه جام ترسره کیږي د رګبي سیالۍ پیل شي،زما په اند سږکال د نړیوال شل اوریزه جام ترسره کول تر یوه حده امکان نلري،دا چې وروسته له دې د کرکټ نړیواله شورا د جام په اړه پرېکړه کوي او کنه دا مونږ پورې اړه نلري مونږ خپل پلانونه روان کړې دي او په عملي ډول پري کار روان دی،،یاده دې وي چې د یارلسم پړاو آی پي ایل د کرونا ویروس ځنډولی او تراوسه پورې یې د بیا پيل دقیقه نېټه نده معلومه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې