لیګونهنړیوال کریکټ

انضمام الحق ویلي د هندي لیګ لپاره دې نړیوال شل اوریزه جام نه قرباني کیږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي انضمام الحق په خپل وروستي بیان کې ویلي،، د تجارتي سیالیو لپاره دې رسمي سیالۍ هیڅ کله هم قرباني نشي،ځکه دا به د ځوانو لوبغاړو په ذهنونو منفي اغیزه وغورځوي،دلته پوښتنه دا راولړیږي که هند ۸ ټيمونه ادراه کولای شي نو استرالیا بیا ولي په خپل کوربتوب نړیوال شل اوریزه جام نشي ترسره کولای،زه له

ICC

او نورو بورډونو څخه هم غوښتنه کوم چې په رسمي سیالیو زیات تمرکز وکړي،د لیګ پر ځای دي لومړیتوب شل اوریزه جام ته ورکول شي، دا چې هندي بورډ په آی سي سي پوره کنټرول لري نو زیات وخت لومړیتوب هم هندوستان ته ورکول کیږي، زه په دې باور یم که چیرته استرالیا په خپله اقرار وکړ چې مونږ دا ځل د کرونا ویروس له ویرې دغه جام نشو ترسره کولای نو دا به هیڅ ډول پوښتنه راولاړه نکړي او که چیرته استرالیا غوښتنونکې وي د نړیوال جام د ترسره وي نو دا به د کرکټ په نړۍ کې ګڼ شمیر غبرګونونه راوپاروي،،یاده دې وي چې نن رسماً بي سي سي آی کمېټې اعلان وکړ چې نور د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړې ته انتظار نه باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې