دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کوینټن ډي کاک د کال غوره لوبغاړی اعلان شو

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر توپ وهونکی او لوبډلمشر کوینټن ډي کاک د جنوبي افریقا کرکټ بورډ له لورې د کال غوره لوبغاړی معرفي شو.د ډي کاک ترڅنګ په ښځینه لوبغاړو کې بیا لورا وولارډ، د کال مخکښه لوبغاړی معرفي شوه.کوینټن ډي کاک، او لورا،

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ له لورې د دې کال نامتو لوبغاړي او د ده ترڅنګ ورته د کال غوره جایزې هم ورکول شوې.کوینټن ډي کاک یوازیني

شپږم لوبغاړی شو چې د دوهم ځل لپاره د کال غوره کرکټر اعلانیږي.هغه لوبغاړي چې دوه دوه ځله د کال غوره لوبغاړي معرفي شوې پکې، پخوانی الراونډر جیک کیلس، ما کیا نینټي، کاګیسو رباډا، ای بي ډي ویلیرز، او هاشم املا شامل دي.لونګي نیګيډي، بیا د کورني کرکټ شل اوریزه لوبو غوره مډال ترلاسه کړ.جنوبي افریقا کرکټ بورډ هر کال د لوبغاړو ښه سیالیو ته ګوري او بیا یې د کال غوره لوبغاړی اعلانوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې