دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کوسال مینډیس له یو نا اشنا برخلیک سره مخ دی

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ویکټ کيپر توپ وهونکی کوسال مینډیس دموټر چلولو پروخت یو ۶۴ کلن سړی وهلی چې هغه د ټپې کیدو وروسته ومړ.دا پيښه نن سهار د سریلانکا په پنډاورا ایالت کې شوې.اوس مهال کوسال مینډیس ډاکټر ته د معایني لپاره وړل شوې و،او وروسته به بیا محکمې ته وړاندې شي.د پولیسو ویاند، ایس ایس، پی جلیا سیناریټن، د مینډیس د نیولو خبر تاید کړې.

۲۵ کلن کوسال مینډس د سریلانکا لپاره ۴۴ ټیسټ ۷۶ یو ورځنۍ، او ۲۶ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.اوس مهال د نامعلوم برخلیک سره مخ دی چې ایا محکمه به یې د ۶۴ کلن سړي دوژولو پر جرم محاکمه کړي او کنه؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې