دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پر ویراټ کوهلي توند شکایتونه وشو

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان ویراټ کوهلي له ننګونو سره مخ شو.دا ننګونې وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې سنجیو ګوپتا د ویراټ کوهلي څخه
BCCI
ته شکایت وکړ.ویراټ په دې ګرم ښودل شوې چې هغه له یو اړخه په هندۍ لوبډله کې مشري کوي او له بله اړخه بیا د ملي لوبډلې د سپورټ بازارموندنې د رییس په توګه هم دنده ترسره کوي.ګوپتا دا ادعا هم وکړه چې د
BCCI


کميټې ځنې
قانوي مادې د یادو دندو سره په ټکر کې مواجي کیږي چې پر همدې موخه یې بي سي سي آی کمېټې ته شکایت کړې.ګوپتا ویلي،، ویراټ دوه دندې لري چې دا د بي سي سي آی د څلورمې مادې او ۳۴ فقرې سره په ټکر کې راځي چې دا قانون د هند محکمې لخوا تصویب شوې،، او همدا شان ګوپتا زیاتوي چې،، کوهلي د
LLP


کمپنۍ رییس هم دی چې دا کړنې ترډېره د هند په قانون کې بیا فساد ګڼل کیږي،،ګوپتا د ویراټ د شکایت اسناد د بي سي سي آی یو افسر ته سپارلي.یاده دې وي چې سنجیو ګوپتا، مخکې هم پر پخوانیو لوبغاړو، سچن ټنډولکر، وي وي ایس لکشمن، او راهول ډرایویډ باندې هم توندې نیوکې کړي وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې