نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ ملي لوبډله د سپانسرانو له نشتون سره مخ ده

پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې څو ورځي وړاندې انګلستان هیواد ته د درې شل اوریزه او درې ټيسټ لوبولپاره په سفر تللی اوس یې په لباس هیڅ ډول لوګو نه لیدل کيږي.د لوبو د پيل څخه مخکې د پاکستان کرکټ بورډ سره انديښنه داده چې هیڅ ډول سپانسر نلري او دغه ډول کړنې سخت اندیښمن کړي دي.بورډ ویلي اعلانات یې خپاره کړي ترڅو د شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي لیکن تراوسه پورې یوازې یو سپانسر دې ته زړه ښه کړي چې د پاکستان سره نوې تړون لاسلیک کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ وروستی سپانسر د مشروباتو برانډ و،

خو هغه هم مخکې له وخته پاې ته رسیدلی و.یوازیني سپانسر چې اوس یې د پاکستان کرکټ بورډ ته سینه ډبولي هغه هم د پاکستان لپاره ۳۰ فیصده ګټه ورکوي خو ممکن دا تړون ورسره لاسلیک شي ځکه دوی اوس مهال کمو پيسو ته زیات ارزښت لري.یاده دې وي چې کرونا ویروس د نړۍ هر ډول کرکټ ځنډولی او ترڅنګ یې په مالي اړخ هم درنده اغيزه غورځولی ده چې د پاکستان کرکټ بورډ یې ښکاره مثال دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې