نړیوال کریکټ

شل اوریزه لوبو کې د هند لوبډلې مخکښ توپ اچونکی!

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره جسپریټ بومرا هغه لوبغاړې دي، چې په شل اوریزه لوبو کې یې تر ټولو ډیري ویکټې اخیستې دي.

بومرا توانیدلې چې د هندوستان لوبډلې لپاره په شل اوریزه لوبو کې ۵۹ ویکټې واخلې، چې دا د هند لپاره په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو ډیري ویکټې دي.

بومرا د نړۍ په سطحه یو پیاړوي اوتیز توپ اچونکې دي، چې د هند لوبډلې لپاره په شل اوریزه، یو ورځنۍ او ټیسټ دري واړه فارمټونو کې لوبیږي.

بومرا تر دې دمه د خپل هیواد لپاره ۱۴ټیسټ، ۶۴ یو ورځنۍ، همدارنګه یې ۴۹ شل اوریزه او ۷۷ د هندوستان په سوداګریز لیک آی پې ایل سیالیو کې برخه اخیستې ده.

جسپریټ بومرا په ۱۴ ټیسټ لوبو کې ۶۸ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي. د یو ورځنیو لوبو په ۶۴ پاڼیو کې یې ۱۰۴ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې ښه توپ اچونه د ۲۷ منډو په ورکولو سره د پنځو لوبغاړو سوځول دي. او همدارنګه یې په۴۹ شل اوریزه لوبو کې ۵۹ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې تر ټول ښه توپ اچونه د ۱۱ منډو په بدل کې د دریو لوبغاړو سوځول دي.

بومرا د هند لوبډلې لپاره ۵۹ ویکټې په داسې حال کې اخلي، چې د دې پیاوړي لوبغاړي ترڅنګ دا لوبډله نور تیز توپ اچونکي هم له ځان سره لري.

بومرا د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندی کې په اووم مقام کې، د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندی کې بیا په دوهم مقام کې او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندی کې ۱۳ مقام له ځان سره لري.

جسپریټ بومرا اوس هم د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې