دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شاهد خان افرید : مونږ هند ته دومره ماتې ورکړي چې بیرته به مو تري بښنه هم غوښتله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي الراونډر شاهد خان افریدي په یو تازه مرکه کې ويلي،، ما به د استرالیا د لوبو څخه ډېر خوند اخیستی ځکه هغه یوه پیاوړي لوبډله وه، همدا شان مونږ هندوستان ته دېر ځله په نړیوالو میدانونو کې ماتې ورکړي چې ان کله کله به مونږ له هغوۍ څخه بښنه هم غوښته،مونږ په تیر وخت کې تل د هغوۍ غرور مات کړې و.خو شخصاً ما به چې کله نړیوالې لوبې ترسره کولي نو د استرالیا پر وړاندې به چې کومه سیالۍ ما به تري پوره پوره خوند اخیستی،،

د شاهد افريدي څخه دا هم وپوښتل شو چې کله کله خویې فکر دې خبرې ته نه ځي چې پاکستان د هند سره په سیاسي کړکیچ کې ښکیل دی.افریدي یې په ځواب کې ویلي،، د کرکټ یو لوبغاړی باید خپل زهن پکار واچوي چې څنګه د مقابلي لوبډلې څخه سیالي وګټم دې ته دې نه ګورې چې کوم ډول سیاسي لانجه د مقابل لورې سره لري،، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کرکټ د سیاست سره یو څه وردخيل کړی دی.چې پاکستان پري بیا زیات ټینګار نه کوي خو هند کرکټ بورډ هیڅ کله هم له څلو کلن مزل راوروسته د پاکستان سره دوه اړخیزه سیریز ته زړه نه ښه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې