نړیوال کریکټ

د نړۍ دریم غټ کریکټ لوبغالی به په هند کې جوړ شي

دا چې په نړۍ کې د کریکټ ډیری لوبغالي شته دی. خو پدې لوبغالو کې یې ځینې کوچنې او ځینې بیا ستر (غټ) دي. د نړۍ په کریکټ کې تر ټولو ستر لوبغالی اوس په هند کې دی چې د سردار پټیل په نوم دی. هند یو له هغه هېوادونو څخه دی چې زیات شمېر د کریکټ لوبې میعاري لوبغالي لري دوی هېڅ د کریکټ د لوبغالو کمښت ستونزه نلرې. هند په خپل کور کې یو لوبغالی افغانستان ته ور کړی دی چې افغان لوبډله پکې بیا هلته د نورو یا سیالو لوبډلو کوربتوب کوي. 

تازه د راجستان د کریکټ اتحادیې خبر ور کړی دی، چې دوی په پام کې لري د دغه ایالت په پلازمینې جي پور ته نږدې د ۷۵،۰۰۰ ظرفیت لرونکی لوبغالی جوړ کړي.

هندي رسنیو دا مالومات د راجستان د کریکټ ایسوسی اېشن سکریټر مهیندر شرما له قوله لیکلې دي، نوموړي یاد مالومات د شنبې په ورځ خپاره کړې وه.

د یاد لوبغالي ځانګړتیاوې:

د راپورنو له مخې چې پدې لوبغالي کې به د مینه والو (نندارچیانو) لپاره هوټلونه، د لوبغاړو لپاره ۳۰ تمریناتې جالونه او د مطبوعاتي کنفرانس خونه چې د نږدې ۲۵۰ تنو لپاره به پکې څوکۍ ځای پر ځای شوې وې.

آر سي آی پلان لري چې په راتلوونکو څلورو میاشتو کې د یاد لوبغالي د جوړېدو چارې پیل کړې. د یاد لوبغالي جوړېدو ته مینه وال هم خورا خوشبین دی او پر وینا یې چې دا لوبغالی همداسې رښتینې بڼه ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې