دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د مشرفي مرتضی د کرونا دوهم ټیسټ هم مثبت و

د بنګه دیش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی مشرفي مرتضی څو ورځي وړاندې پر کرونا ویروس اخته شو چې د درملنې او قرنطین وروسته یې بیا د دوهم ځل لپاره د کرونا ټيسټ وکړ چې هغه هم مثبت و.د مرتضی ترڅنګ د نوموړي ورور مرسلین بن مرتضی هم د دې ویروس څخه رنځ وړي او دواړه په خپل کور کې قرنطین شوې دي.د دې څخه وړاندې سوکه توپ اچونکی ناظم الحسین، نفیس اقبال، چې د تمیم اقبال مشر ورور دی پر دې ویروس اخته شوې دي.

خو اوس د دې دواړو صحت د ډاډ وړ ښودل شوې دی.یاده دې وي چې مشرفي مرتضی د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې یو له پیاوړو لوبغاړو څخه دی چې په دې وروستیو کې د بنګله دیش کرکټ بورډ د مرتضی څخه د تقاعد غوښتنه وکړه چې مرتضی یې د منلو څخه انکار وکړ.اوس نوموړی پر کرونا ویروس اخته دی چې د نوموړي دوهمه ازموینه هم مثبته وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې