دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ : که اسیا جام لپاره دقیقه نيټه وټاکل شي نو مونږ به ۲۴ کسیزه روزنیز کمپ د لوبغاړو لپاره برابر کړو

دا چې د نړۍ ټول ورزش د کرونا ویروس له امله ځنډیدلی و، پکې مهمې سیالۍ او لیګونه هم د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.اوس تازه د بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ که چیرته راتلونکی اسیا جام ترسره کیږي نو دوی به د روانې میاشتې په وروستۍ نېټه د لوبډلې لپاره یو روزنیز کمپ برابر کړي.د جون په اتمه نېټه په لومړی غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا ځل به د پاکستان په کوربتوب اسیا جام په سریلانکا کې ترسره کیږي اما دقیق معلومات یې ونشو.د بنګله دیش کرکټ بورډ ویلي که چیرته اسیا جام ترسره کیږي

نو مونږ ورته په جولای او اګسټ کې ۲۴ کسیزه لوبډله جوړو ترڅو تمرینات ترسره کړي.همدا شان د بنګله دیش کرکټ بورډ عمومي سلیکټر منهاج ویلي،، که چیرته اسیا جام ترسره نه شي نومونږ بیا د ۳۷ لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ برابروو، چې پکې به په فیټنیس، مهارت جوړونې، بالینګ، بیټینګ، ټولو باندې کار وشي،،یاده دې وي چې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د څلورو میاشتو راهیسي هیڅ ډول تمرینات نلري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې