افغانستان کریکټ

انګلستان د ویسټ انډیز کرکټ ټیم په وړاندي خپله دیارلس کسیزه لوبډله اعلان کړه

انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د ویسټ انډیز په وړاندي لومړۍ ټیسټ لوبې ته خپله دیارلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلې درې ټیسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي.

د انګلستان دیارلس کسیزه لوبډله:

٬٬بین سټوکس لوبډلمشر، جیمس انډرسن، چوپرا آرچر، ډومونیک بیس، سټراټ بروډ، رای برنس، جوس بټلر ویکټ ساتونکې، زک کروالي، جیو ډنلې، اولې فوفې، ډوم سډلې، کرس اوکس او مارک اوډ شامل دي.٬٬

ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي. دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چې د رسمي ټيسټ لوبو د پیل وړاندې به د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې ورځنۍ تمریني لوبه هم ترسره شي. انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې. 

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې