افغانستان کریکټ

اصغر: افغان لوبډله دا وړتیا لري، چې هر هیواد ته ماتې ورکړي!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، افغانستان کرکټ ملې لوبډله اوس دا وړتیا لري، چې هر هیواد ته ماتې ورکړي،که هغه پاکستان، هندوستان او یا هم د بنګله دیش هیواد لوبډلې وي.

اصغر افغان زیاته کړه، چي د روان تمریناتي کمپ موخه داده، چې افغان لوبغاړې د نړیوال جام او اسیا جام ترڅنګ راتلونکو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.

هغه وویل:

«اسیا کپ او نړیوال جام ته دا تمریناتي کمپ موږ په لاره اچولی باید موږ ځان اماده وساتو. په اسیا کپ کې زموږ هدف دادی، چي ښې لوبي ترسره کړو، ټیمونو ته ماته ورکړه. د افغانستان سلو توپ اچونکي ډېر قوي دي، نو د همدې په مټ موږ کولای شو اسیا کپ کې ښې لوبې ترسره کړو، که ښې لوبې ترسره کړو د ګټلو امکان یې شته.»

اصغرافغان زیاته کړه؛ هر لوبډلمشر باید له ځان سره یو پلان ولري، عزم او اراده یې باید کلکه وي تر څو یو ښه ټیم رهبریت کړي.

د افغان کرکټ ملې لوبډلې ۲۴ لوبغاړو ۳ اونې مخکې په کابل کرکټ لوبغالي کې راتلونکو سیالیو ته د چمتوالی په موخه یو میاشتنی تمریناتي کمپ پیل کړ.

د اصفر افغان ترڅنګ بورډ هم ویلې، چي د دې تمریناتي کمپ موخه د اسیا کپ او نړیوال جام ترڅنګ راتلونکو سیالیو ته چمتوالی نیول دي.

افغان کرکټ ملې لوبډله به د زیمبابې کرکټ بورډ په حواله په همدې جولای میاشت کې د ۵ شل اوریزه سیالیو په موخه زیمبابې ته سفر وکړي.

اسیا کمپ په سپټمبر میاشت کي د افغانستان په ګډون د هندوستان، سریلانکا، پاکستان او بنګله دېش هیوادونو ترمنځ اټکل شوی.

د کرکټ نړیوال جام د اکتوبر میاشتي له ۱۸مې بیا د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې اټکل شوی، خو د ترسره کېدو په اړه یې جولای میاشت پرېکړه کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې