افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ویاړ؛ د شل اوریزه لوبو ښیې ملګرتیا کې د دوو افغانانو شتون

د کرکټ په نړۍ کې داسې لوبغاړي هم سته چې د خپل ټیم لپاره هر وخت ښیې لوبې ترسره کوي، چې د همدې ښو لوبو له امله دوه افغان لوبغاړې د ښیې ملګرتیا په خاطر د جدول په دریم ځای کې کرار لري. هره لوبډله په ټيم کې داسې لوبغاړي له ځان سره لري، ترڅو د دوی لوبډله تر بریا پورې ورسوي. 

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ویرات کوهلې او ډوهنې په لومړې ځای کې، د سویلې افریقا لپاره ډامونې او میلر په دوهم ځای کې او د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره محمد نبي او نجیب الله ځدران په دریم مقام کې شتون لري.

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره پخوانې کپتان ایم ایس ډوهنې او اوسنې لوبډلمشر ویرات کوهلې هغه لوبغاړې دي، چې هر وخت د خپلې ملې لوبډلې لپاره ښیې لاسته رواړنې لري. ویرات کوهلې او ډوهنې د یاد جدول له مخې په لومړې مقام کې دي، دا دوه پیاړوي لوبغاړي توانیدلې ۹ نهه ځلې د شل اوریزه لوبو نه ماتیدونکې ملګرتیا (پارټینرشف) ترسره کړي. 

ډوهنې او ویرات کوهلې په ۲۰۱۰م کال کې د بنګله دیش په وړاندي د ۱۵۲ منډو ملګرتیا، په ۲۰۱۲م کال کې یې د نیوزرلنډ په وړاندي د ۱۲۲ منډو ملګرتیا، په ۲۰۱۶م کال کې یو ځل بیا د نیوزرلنډ په وړاندي د ۱۵۱ منډو ملګرتیا او په ۲۰۱۲م کال کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ۱۹۲ منډو نه ماتیدونکې ملګرتیا تر ټولو ښه توپ وهنه ده.

په دوهم ځای کې د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې دوه پیاړې تیز توپ وهونکې جی پی ډامونی او ډيوډ میلر دي. دغو دوو لوبغاړو هم د خپلې ملې لوبډلې لپاره ښیې لوبې ترسره کړي دي، یادو دوو لوبغاړو ۹ نهه ځلې د خپل ټیم لپاره نه ماتیدونکې ملګرتیا ترسره کړي ده. ډومنې او میلر په ۲۰۱۵م کال ورلډکپ کې د زومبابوی پر وړاندي د خپل ژوند  تر ټولو ښه ملګرتیا تر سره کړي ده په یاده لوبه کې دا دوه لوبغاړې وتوانیدل چې د خپلې ملې لوبډلې لپاره د ۲۵۶ منډو ښه ملګرتیا ترسره کړي. او په دریم ځای کې د افعانستان کرکټ ملې لوبډلې دوه پیاوړي مهم لوبغاړي محمدنبي او نجیب الله ځدران راغلې.

نجیب او نبي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره پنځه ځلې د ښیې ملګرتیا توپ وهنه ترسره کړي ده. د دې لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ښه ملګرتیا په ۲۰۱۸م کال کې د سکاټلنډ په وړاندي د ۱۴۹ منډو ده. په ۲۰۱۹م کال کې د ارلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي نبي او نجیب د ۸۶ منډو ملګرتیا ترسره کړه، چې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې افغانستان بریا خپله کړه. محمد نبي د ښیې توپ وهنې او ښیې توپ اچونې په خاطر د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې