دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

همیش روترپارډ د ویسټرشاېر لوبډلې سره بیا یو ځای شو

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی همیش روترپارډ یو ځل بیا د ویسټر شاېر لوبډلې برخوال شو.انګلستان کرکټ بورډ خپلو کلبونو ته اجازه ورکړي چې خپل تمرینات بیرته پیل کړي.چې له ډلې لنکاشاېر لوبډلې د پنج شنبې په ورځ خپل تمرینات پیل کړل.دا چې د کرونا ویروس د نړۍ مهم لیګونه او لوبې وځنډولي یو پکې د انګلستان سوداګریز کورنی لیګ هم و چې د ویټالیټي بلاسټ په نوم شهرت لري زیاتو کلبونو د بهرنیو لوبغاړو سره قراردادونه لغوه اعلان کړل خو ویسټر شاېر لوبډلې بیا د همیش روترپارډ سره نوې تړون لاسلیک کړ او د لوبډلې سره یو ځای شو.د ویسټر شاېر لوبډلې روزونکي الیکس ګيډمن ویلي،،

مونږ سره روتر پارډ په بل فارمټ کې شتون نلري یوازې په شل اوریزه کلب کې زمونږ د کلب ګډون وال دی، هغه ډېر غوښتل چې زمونږ کلب ته راشي او مونږ هم هغه ته سترګې په لاریو،،یاده دې وي همیش روترپارډ په چپ لاس توپ وهنه کوي او د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې