لیګونه

د زومبابوی لس اوریزه کرکټ لیګ نن پیل سو

د زومبابوي هیواد لس اوریزه لیګ نن شنبه د جولای میاشتې په ۴ نیټه په زومبابوي هیواد کې پیل سو، چې  په لومړۍ لوبه کې کیټ ویکنګز لوبډلې لوسکا هیټس ته په ۶ منډو ماته ورکړه. 

په T10 لیګ څلور لوبډلې شاملې دي چې په یوه اونۍ کې به یو د بل په وړاندي ولوبیږې، کیټ ویکنګز، لوسکا هیټس، ناډولا بلټس او کبوی سټارز هغه لوبډلې دې چې په لس اوریزه لیګ به لوبې ترسره کوي.

د یادې لوبې پچه کیټ ویکنګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه دې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکی. 

د کیټ ویکنګز لوبډلې لپاره جویاب چند ۳۵ او هیمل پټیل د دې لوبډلې لوبډلمشر تر نورو ډیري ۲۱ منډي وکړي.

کله چې د لوسکا هیټس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه نو یادې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۳ منډي ترسره کړي او د ۶ کمو منډو په توپیر یې لوبه کیټ ویکنګز لوبډلې ته وبایلل. 

د نن ورځې په دوهمه لوبه کې بیا ناډولا بلټس لوبډله د کبوی سټارز لوبډلې په وړاندي ولوبیده، چې ناډولا بلټس لوبډلې سټارز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ستر توپیر ماته ورکړه.

د دوهمې لوبې ټاس بیا کبوی سټارز لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پیل وکړ، دې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۶۵ منډو هدف وټاکه. 

کله چې ناډولا بلټس لوبډله د هدف په تعقیب د میدان ډګر ته کښته سوه، نو په ډیري اسانې سره یې د ۶۴ منډو هدف د لوبې په ۸،۲ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ.

په دریمه لوبه کې بیاکبوی سټارز د لوسکا هیټس لوبډلې په وړاندي میدان ته کښته سوه، چې هیټس لوبډلې سټارز لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماته ورکړه. 

د دې لوبې پچه د لوسکا هیټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف ورکړ.

د دوهمې پاڼۍ له پیل سره سم سټارز لوبډلې ښه پیل ونکړ دې لوبډلې په ټاکلو لسو اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازي ۸۹ منډي وکړي، چې د ۲۴ منډو په توپیر یې هیټس لوبډلې ته لوبه وبایلل. 

او د نن ورځۍ څلورمه لوبه کې کیټ ویکنګز د ناډولا بلټس په وړاندي ولوبیدله، چې ناډولا بلټس لوبډلې په ۴ ویکټو ویکنګز ته ماته ورکړه.

دیادې لوبې ټاس د کیټ ویکنګز لوبډلې وګتې او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه دې لوبډلې په ټاکلو لسو اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د ناډولا بلټس لوبډلې ته د ۸۷ منډو هدف وټاکه.

کله چې د ناډولا بلټس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه نو دا لوبډله وتوانیده چې دکیټ ویکنګز لوبډلې ته په ۴ ویکټو سخته ماته ورکړي. د دې لوبو موخه لوبغاړي لوبو ته هڅول، او د مینه والو لپاره ښه فرصت برابرول چې د کرکټ څخه خوند واخلي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې