دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د انګلستان لپاره ښه خبر

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی سام کرن پرون د خيټې د شدید درد وروسته له تمریانتي سیالۍ څخه بهر شو.د سام او لوبډلې سره دا اندیښنه شوه چې ګوندي سام پر کرونا ویروس اخته شوې خو کله یې چې د کرونا ټيسټ وکړ نن یې بیا نتيجه منفي وه.انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز سره د درې ټيسټ سیالیو لپاره تمریانتي درې ورځنۍ سیالۍ کوي چې د یوي لوبډلې لپاره بین سټوګز او دبلي لوبډلې لپاره جاس بټلر د لوبډلو مشران دي.

چبل خوا بیا ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله هم د کوربه لوبډلې د ماتولو هڅه کوي او د یادو درې ټيسټ لوبو لپاره یې سخت تمرینات پیل کړي دي.یاده دې وي چې انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلې د روانې میاشتې په ۸ نېټه خپله ټیسټ لوبه پیلوي چې د یادې سیالۍ لپاره زرګونه د کرکټ مینوال انتظار باسي، دا ځکه چې نړیوال کرکټ یو ځل بیا د درې میاشتنې ځنډ وروسته په انګلستان کې پیلیږي.د دې وروسته به انګلستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان سره د سیالیو لپاره په اګسټ میاشت کې تیارني ونیسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې