نړیوال کریکټ

اولي پوپ: د وېسټ انډېز پر وړاندې سیالیو ته مو لیوالتیا کمه شوې نه ده

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکي اولي پوپ ویلي دي، چې د وېسټ انډېز پر وړاندې راتلوونکو درې ټېسټ سیالیو ته یې لیوالتیا کمه شوې نه ده. اولي پوپ وایي، دا چې د وېسټ انډېز سره درې ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې لرو نو ټاکل شوې چې دا لوبې له نندارچیانو پرته د تړلو دروازو ترشا ترسره شې خو مونږ ته دا مهمه نه ده چې دا لوبې د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي او که د نندارچیانو په شتون کې خو مونږ د وېسټ انډېز پر وړاندې سیالیو ته لیواله یو. 

د انګلیستانۍ لوبډلې مېډل ارډر توپ وهوونکي اولي پوپ پر وینا، مونږ له وېسټ انډېزۍ لوبډلې سره د جولای پر اتمه نیټه (څلور ورځې) وروسته لومړۍ ټېسټ سیالۍ د مینه والو (تماشاچیانو) په نشتون کې پیلوو نو زمونږ لیوالتیا به کمه نکړې او مونږ به په پوره لیوالتیا دا لوبې تر سره کړو.

دا لوبې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله له نندارچیانو پرته ترسره کېږي. دوهمه ټېسټ لوبه به د جولای له ۱۶ مې نیټې څخه تر ۲۰ مې نیټې پورې دوام ومومي او همدغه راز دریمه او وروستۍ ټېسټ لوبه به بیا د جولای له ۲۴ مې نیټې پیل او د جولای میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې به تر سره شې. 

دا دوه وروستۍ لوبې به د انګلیستان په مانچسټر نومي ښار کې تر سره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې