افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

محمدنبي: هیله مې داده چې اسیا او یا هم نړیوال جام وګټو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نومتې الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیساخیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې هیله مې د اسیا او یا هم د نړیوال جام ګټل دي. 

محمدنبي د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، چي افغان لوبغاړي شل اوریزه سیالیو کې خورا ښه لوبیږي او په همدې موخه افغان کرکټ ملې لوبډله به په اسیا او نړیوال جام کې له ډېرو لوبډلو مخکي تګ وکړي.

نبي د خپل ژوند تر ټولو د خوښې شیبې په هندوستان سوداګریز لیګ IPL کې په اخیستل کیدو یادې کړي، هغه زیاته کړه د خوشهالې احساس ځکه وو چې په آی پي ایل کې تر اوسه کوم افغان لوبغاړې نه وو اخیستل شوي، همدارنګه په یاد لیګ کې زموږ تر نوم د افغانستان نوم ډیر یادې دي. محمدنبي په یاده مرکه کې وویل، په نړیوال او اسیا کپ کې به موږ د افغانستان نماینده ګې وکړو، موږ به په نړیوال او اسیا جام کې په داسې شکل برخه واخلو چې په واقیعن کې ښکاره سو، چې دا د افغانستان ملې لوبډله ده.

نبي زیاته کړه: «زما په نظر موږ به په اسیا کپ کې له ډېرو ټیمونو ښه واوسو، ځکه زموږ زیاتره لوبغاړي له اسیایي پيچونو سره بلد دي او د دې ترڅنګ نړیوال جام کې چې اسټرالیا کې کیږي، هم زیاتره لوبغاړي د هغه هیواد له پيچونو سره بلد دي او ان شاء الله ورلډ کپ به هم زموږ لپاره یو ډېر ښه ورلډ کپ وي.»

هغه زیاته کړه، هڅه کوو راتلونکو جامونو کې هیڅ ډول غلطۍ تکرار نکړو. محمدنبي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې هغه مخکښ لوبغاړی دی، چې د نړۍ پر الراونډرانو باچاهي کوي. نبي په شل اوریزه او یو ورځنیو دواړو سیالیو کې د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د نړۍ لومړی نمبر الراونډر دی. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې