دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بابراعظم: ما له ويرات کوهلې سره نه له خپلو لوبغاړو سره پرتله کړي

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي کپتان لوبغاړي په خپلو تازه خبرو کې ویلې، چې ما له ویرات کوهلې او یا هم بل هندوستانې لوبغاړي سره مه پرتله کوئ، ما د خپل هیواد له لوبغاړو سره پرتله کړئ. 

بابراعظم په وینا: ۲۵٬٬ کلن بابراعظم وایې زه به ډیر خوشهاله سم که چیري ما له جاوید میانداد، محمدیونس او یا یونس خان سره پرتله کړئ، تاسو ولې ما له ویرات کوهلې او یا هم نورو هندي لوبغاړو سره پرتله کوئ.٬٬ بابر اعظم تر دې دمه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲۶ ټیسټ، ۷۴ یو ورځنۍ او ۳۸ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

هغه په ۲۶ ټیسټ لوبو کې په ۴۸ پاڼیو کې توپ وهنه ترسره کړي ده، چې په دي ۴۸ پاڼيو کې یې ۱۸۵۰ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ وهنه د ۱۴۳ منډو ده،همدارنګه یې په ۷۴ یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۵۹ منډي کړي، چې  په یوه سیالۍ کې ښه توپ وهنه د ۱۲۵ منډو ده او په ۳۸ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۴۷۱ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر نورو ښه توپ وهنه د ۹۷ منډو ده.

بابر اعظم د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې پنځم مقام، دیو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې دریم مقام او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بیا د کرکټ نړیوالې شورا سره لومړې مقام لري. بل لورې ته ویرات کوهلې د نړۍ په سطحه يو پیاوړی توپ وهونکی دی، یاد لوبغاړي د خپل هیواد لپاره تر دې دمه ۸۶ ټیسټ، ۲۴۸ یوورځنۍ او ۸۱ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي. د ټیسټ لوبو په ۱۴۵ پاڼیو کې  ویرات کوهلې۷۲۴۰ منډي، د یو ورځنيو لوبو په ۲۳۹ پاڼيو کې یې بیا ۱۱۸۶۷ منډي او  د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې یې ۲۷۹۴ منډي ترسره کړي دي. ویرات کوهلې د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په دوهم ځای کې، د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بیا په لومړی ځای کې او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام له ځان سره لري.

بابراعظم د راتلونکې سریز چې د انګلستان په وړاندې یې لري هم یادونه وکړه، چې انګلستان لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده او هر وخت په خپل کور کې ښې لوبې ترسره کوي، ما د انګلستان په توپ اچوونکو کې یو بالر هم ندی په نښه کړی ځکه دوي ټول دا وړتیا لري چې ښه توپ اچونه ترسره کړي، زما هدف به داوې ترڅو منډې وکړم.  ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي. د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې