دلوبغاړو په اړه

په نړیوال کرکټ کې د بومرا لومړنۍ ویکټې

جسپریټ بومرا د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې تیز توپ اچونکې دي، چې د خپلې توپ اچونې پر مټ د هندوستان ملې لوبډلې ته همیشه ښې لاسته راوړنې لري.

ایا په دې پوهیږئ چې بومرا په لومړي ځل د کومو لوبغاړو ویکټې اخیستي؟

جسپریټ بومرا د نړۍ په سطحه یو تیز توپ اچونکی دی، هغه دا ریکاډ له ځان سره لري چې پیاوړي لوبغاړي یې سوځولې دي. یاد لوبغاړی د خپل هیواد په ستر تجارتې لیګ آی پي ایل کې توانیدلی د خپلو ویکټو پیل د ویرات کوهلې په ویکټه باندي وکړي. ویرات کوهلې د نړۍ په سطحه يو پیاوړی توپ وهونکی دی، نوموړي لوبغاړي د خپل هیواد لپاره تر دې دمه ۸۶ ټیسټ، ۲۴۸ یو ورځنۍ او ۸۱ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

د ټیسټ لوبو په ۱۴۵ پاڼیو کې وېرات کوهلي ۷۲۴۰ منډي، د یو ورځنيو لوبو په ۲۳۹ پاڼيو کې یې بیا ۱۱۸۶۷ منډي او  د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې یې ۲۷۹۴ منډي ترسره کړي دي. ویرات کوهلې د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندی کې په دوهم ځای کې، د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندی کې بیا په لومړی ځای کې او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندښ کې لسم مقام له ځان سره لري.

جسپریټ بومرا په شل اوریزه لوبو کې هم ډیر ښه پیل کړی دی، هغه د شل اوریزه لوبو د ویکټو پیل د اسټرالیا پر تیز توپ وهونکې ډیویډ وارنر باندي کړی دی. ډیوډ وارنر د خپلې ملې لوبډلې لپاره په ۲۸۰ شل اوریزه لوبو کې، ۹۲۱۸ منډي کړي، همدارنګه یې په ۱۲۳ یو ورځنیو لوبو کې ۵۲۶۷ منډي او په ۸۴ ټیسټ لوبو کې یې بیا ۷۲۴۴ منډي کړي دي. وارنر د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د ۷۹۳ نمرو په درلودلو سره شپږم مقام، همدارنګه د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بیا د ۷۸۱ نمرو په درلودلو سره شپږم مقام او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بیا د ۵۸۱ نمرو په درلودلو سره د نړۍ ۱۸ م نمبر توپوهونکی دی.

همدارنګه بومرا د ټیسټ ویکټو پیل د سویلې افریقا پر تیز توپ وهونکې اې بي ډيولرز باندي وکړ. اې بي ډيولرز د سویلې افریقا یو پیاوړی لوبغاړی وو، چې هر وخت به یې د ملې لوبډلې لپاره ښیې لوبې ترسره کولي. ډیولرز په ۳۱۰ شل اوریزه لوبو کې ۸۶۵۷ منډي، په ۲۲۸ یو ورځنیو لوبو کې یې بیا ۹۵۷۷ منډي او په ۱۱۴ ټیسټ لوبو کې یې ۸۷۶۵ منډي ترسره کړي دي. اې بي ډيولرز په نړیواله درجه بندۍ کې دومره پرمختګ ندی کړی، خو یاد لوبغاړی د ۳۶۰ توپوهنې وړتیا له ځان سره لري.

او جسپریټ بومرا د یو ورځنیو ویکټو پیل بیا د اسټرالیا لوبډلې پر پیاوړي توپوهونکې باندي کړی.

تاسو پوهیږئ هغه څوک دی؟

هغه د اسټرالیا تیز، پیاوړې، کپتان لوبغاړي سټوی سمت باندې د یو ورځینو ویکیټو پیل کړی دی. سټوی سمت د یاد هیواد یو له باتجربه کاره لوبغاړو څخه دی. سمت د شل اوریزه لوبو په ۱۸۹ لوبو کې ۴۰۱۴ منډي، د یو ورځنیو لوبو په ۱۲۵ لوبو کې یې بیا ۴۱۶۲ منډي او د ټیسټ لوبو په ۹۳ سیالیو کې یې ۷۲۲۷ منډي کړي دي. سمت د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې پر ټولو لوبغاړو باندي باچاهې کوي، یاد لوبغاړي د ۹۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره په لومړی ځای کې راغلی، د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې یې ښه پرمختګ ندی کړی.

دا هغه څلور لوبغاړي وه، چې په نړیوال کرکټ کې بومرا پري خپلې لومړنۍ ویکټې اخیستې دي. بومرا تر دې دمه د خپل هیواد لپاره ۱۴ټیسټ، ۶۴ یو ورځنۍ، همدارنګه یې ۴۹ شل اوریزه او ۷۷ د هندوستان په سوداګریز لیک آی پې ایل سیالیو کې برخه اخیستې ده.

جسپریټ بومرا په ۱۴ ټیسټ لوبو کې ۶۸ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۲۷ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول دي. د یو ورځنیو لوبو په ۶۴ پاڼیو کې یې ۱۰۴ ویکټې اخیسټې، چې په یوه لوبه کې ښه توپ اچونه د ۲۷ منډو په ورکولو سره د پنځو لوبغاړو سوځول دي. او همدارنګه یې په۴۹ شل اوریزه لوبو کې ۵۹ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې تر ټول ښه توپ اچونه د ۱۱ منډو په بدل کې د دریو لوبغاړو سوځول دي.

بومرا د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې په اووم مقام کې، د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې بیا په دوهم مقام کې او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳ م مقام له ځان سره لري. جسپریټ بومرا اوس هم د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ښیې لوبې ترسره کوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې