نړیوال کریکټ

عمران خواجه څوک دی؟

عمران خواجه چې ترډېره بریده یې هیڅ په کرکټ کې نوم نه دی لیدل شوې، تیره ورځ د شاشنک منوهر پرځای  د کرکټ نړیوالې شورا لپاره د سرپرست رییس په توګه وټاکل شو.  د راپورونو له مخې دغه- 64 کلن چې د مسلک له مخې وکیل دی، د پاکستان هیواد اوسیدونکی دی. کله چې آی سي سي اعلان وکړ چې  شاشنګ منوهر له خپلې دندي استعفا کړي، د دې ترڅنګ یې دا اعلان هم وکړ چې عمران خواجه به د آی سي سي لنډ مهاله ریس وي.

شاشنک منوهر په ۲۰۱۶ کال کې د ای سي سي مشر وټاکل شو او پدې څلور کلنه موده کې نوموړی پدې وتوانید،چې تر ډيره په ای سي سي کې د درې سترو هیوادونو (هندوستان،اسټرالیا،انګلستان) واک را لنډ کړي. پخوا دغو درې هیوادونو په ای سي سي ستر راج چلوه او هر کال به یې ددغې شورا څخه زیات عواید لاسته راوړل، خو د منوهر په راتګ سره تر ډیره حده د دوی واک او کنټرول لغوه شو.

له دې وړاندې به هند کرکټ بورډ یا بي سي سي اي له ای سي سي څخه د کال ۵۷۰ میلیون ډالره عواید لاسته راوړل خو د منوهر پدې څلور کلنه موده کې، د هند کلني عواید د ای سي سي څخه (۴۰۵) میلیون ډالرو او بالاخره (۳۶۵) میلیون ډالرو ته راښکته شو. منوهر څخه که څه هم وغوښتل شول چې د ای سي سي مشرۍ ته دوام ورکړي،خو نوموړي رد کړه.

یاده دې وي چې د ډيرو هیوادونو د کرکټ بورډونو لخوا د منوهر کړنې وستایل شوې او نوموړی یې د ای سي سي یو بریالی مشر یاد کړ. آی سي سي زیاته کړه چې د منوهر د ځای ناستي ټاکل کیدو لپاره به د نوم لیکنې پروسه په راتلونکې اونۍ کې پای ته ورسیږي. دا ټاکنې د کلنې کنفرانس په جریان کې ترسره کیدلي، خو د کرونا ویروس له امله ځنډول شوی. تمه کیږي چې دا ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي، مګر تر هغه وخته پورې  به خواجه د آی سي سي اړوند ټولو چارو سرپرست وي.

خواجه ، چې د سینګاپور کرکټ ټولنې پخوانی رییس دی ، په ۲۰۱۷م کال کې د آی سي سي د رییس په توګه وټاکل شو ، یو کال وروسته له دې چې منوهر د کریکټ د نړیوالې ادارې افتتاحی رییس شو. د مرستیال دندې مقام د آی سي سي نوي اساسي قانون برخه وه چې د ۲۰۱۷ م کال راهیسې نافذ شوه. دغه اساسي قانون د پنځه کالو کاري ډلې لخوا ترتیب شوی چې پکښې خواجه هم شامل دی. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې