دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سر ایورټن ویکس د ۹۵ کالو په عمر و مړ

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر سر ایورټن ویکس په خپل کور کې د بارباډوس په سیمه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي.نوموړی د خپل وخت مشهوره لوبغاړی و چې د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۴۸ ټيسټ لوبې ترسره کړي وي ویکس په ۴۸ سیالیو کې ۴۴۵۵ منډې جوړي کړي وي.

ویکس په 14 کلنۍ کې ښوونځي پریښود ترڅو کرکټ او فوټبال باندې تمرکز وکړي.ویکس په ۱۹۷۴ م کال کې د سریلانکا او د هند په لوبه کې د امپاېر په شکل هم دنده ترسره کړي.د ویسټ انډيز کرکټ بورډ د نوموړي په مړینه ژوره خواشيني څرګندوي او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.سر ایورټن څو کاله وړاندې د زړه په ناروغۍ اخته شو او د مړینې لامل یې هم ډاکټرانو د زړه ناروغي ښودلی وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې