لیګونه

د بی سي سي آی چارواکې: ممکن آی پی ايل په سریلانکا یا هم متحده عربی اماراتو کې ترسره کړو

د هندوستان کرکټ کنټرول ادارې پریکړه کړي، چې ممکن ۱۳م پړاو آی پي ایل سیالۍ له هندوستانه بهر په متحده عربی اماراتو او یا هم په سریلانکا هیواد کې ترسره کړي. لا تر اوسه د کره نیټې په اړه معلومات نشته، خو یاده اداره وایې چې ډیر ژر به د ۱۳م پړاو آی پي ایل سیالیو په اړه ورستې پریکړه اعلان کړي. د (BCCI) چارواکو په وینا:

((۲۰۲۰ م کال آی پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس له امله په هندوستان هیواد کې نسې ترسره کېدلی، نو مونږ مجبوره یو چې په سریلانکا یا هم متحده عربی اماراتو کې آی پي ایل سیالۍ ترسره کړو، موږ لا د دې ځایونو په اړه پریکړه نده کړي، خو په ټول احتمال سره به سږ کال په کوم بل هیواد کې ترسره شي.))

د آی پي اېل په اړه هم تر اوسه مثبت خبر نشته، خو راتلونکې دوې اونۍ بیا یو څه هیله بښونکې وې، چې ښایي د یاد سوداګریز کرکټ لیګ په اړه پکې وروستۍ پرېکړه وشي. تېر کې د آی پي اېل په اړه د کرکټ ماهرینو داسې خبرونه ورکړي وو، چې که نړیوال شل اوریز جام وځنډول شي، نو د هندوستان سوداګریزو لوبو ته به لاره پرانیستل شي.

د جولای میاشت د کرکټ پیل لپاره هیله بخښونکې میاشت ده، ځکه په دې میاشت کې انګلستان د ویسټ انډیز پر وړاندې درې ټېسټ لوبې ترسره کوي. که چیري دا ټېسټ لوبې په بریالۍ توګه ترسره شي؛ نو نورو لوبډلو ته به هم مُرال او جرائت ورکړل شي او سفرونه به وکړي. خو په ټوله کې د کرکټ نړیوالې شورا او نورو هېوادونو هڅې پیل کړي، چې کرکټ پیل کړي او یو ځل بیا لوبغاړي ولوبېږي او خلک یې لوبې د تلویزیونونو له لارې ننداره کړي.

د هندوستان د کرکیټ سوپرلیګ هر کال د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چي مینوال دا لیګ د ټولي نړۍ په سطحه لومړنی لیګ یادوي. چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، ممبي انډینز، راجستان رویالز، رویال چلینجر بنګلور او سنرایز حیدرآباد هغه اته لوبډلي دي، چي په دې لیګ کي لوبیږي.

درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان آرمان او مجیب الرحمن هم په یاد لیګ کي لوبیږي، چي محمد نبي او راشد د سنرایز حیدرآباد او مجیب بیا د پنجاب لوبډلي برخه وال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې