نړیوال کریکټ

د اګسټ په لومړۍ نیټه به یو ځل بیا په انګلیستان کې کورنی کریکټ پیل شې

د انګلیستان کریکټ بورډ خبر ورکوې، چې د اګسټ میاشتې پر لومړۍ نیټه به یو ځل بیا کورنی کریکټ پیل کړې. ټاکل شوې ده چې د جولای په لومړیو کې یوه ناسته د لومړۍ درجه هېوادونو ترمنځ تر سره شې چې له مخې به یې د کورنې کریکټ پر پیل باندې بحث وشې.

د یادولو وړ ده چې د انګلینډ کریکټ بورډ موافقه کړې ده. چې د اګسټ له لومړۍ نیټې راهیسې به خپلو لوبغاړو، کلبونو، کارمندانو او چارواکو ته د فعالیت اجازه ورکړې. او د جولاۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به خپلو هغو لوبغاړو ته د تمریناتو اجازه ور کړې کوم چې کورنی کریکټ لوبوي.

د انګلینډ کریکټ بورډ اجرایوي مشر په خبرو کې داسې وویل: ((دا به زمونږ لپاره لومړنی لوی ګام وې. چې مونږ یې د اګسټ له لومړې نیټې څخه پیلیوو او یو ځل بیا به کاونټي کریکټ کلب ته د فعالیت اجازه ور کړو چې د ټولو کارمندانو او چارواکو له لوري به یې هرکلی وشې.)

نوموړی زیاتوې چې مونږ ته لومړی له هر څه د خپلو لوبغاړو روغتیا مهمه ده. هغه زیاته کړه: ((پدې باید هوکړه وشي، چې زمونږ لوبغاړو، کارمندانو او چارواکو خوندیتوب د ټولو خبرو اترو سربیره لومړی لومړیتوب لري. او د حکومت لار ښوونې به زمونږ پلان جوړولو کې مرسته وکړې.))

د دوشنبې په ورځ د انګلینډ کریکټ بورډ له لوري یوه اعلامیه خپره شوه. چې په یاده اعلامیه کې د انګلینډ کریکټ بورډ تائید کړې ده چې د اګسټ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به کورنی کریکټ پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې