لیګونه

اي بي ډویلیرز: زه له کوهلي څخه پدې مسله کې غوره یم

په هندوستان ستر تجارتې لیګ کې د اي بي ډویلیرز او کوهلي په څېر ورته جوړه نه لیدل کېږي. دوی په آي پي ایل کې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لپاره لوبېږي. دوی په هند غوره لیګ کې د ملګرتیا یا پاټرنشف ریکارډ هم لري. کوهلي او ډویلیرز په ۲۰۱۶ م کال کې د ګجرات لاېنز لوبډلې پر وړاندې ۲۲۹ منډو ستره ملګرتیا جوړه کړې وه او په ۲۰۱۵ م کال کې یې د ممبۍ انډیانز لوبډلې پر وړاندې د ۲۱۵ ناسوځیدلو منډو ملګرتیا وکړه چې دا یې هم یو ریکارډ ثبت کړی وه.

پدې وروستیو کې اي بي ډویلیرز دا څرګنده کړې ده چې ولې د دوی دواړو جوړه بریالۍ ده او دا یې هم څرګنده کړې ده چې هغه له کوهلي څخه پدې برخه کې غوره او پیاوړی دی.

نوموړي کرېکبز ته وویل: ((مونږ دواړه مختلف توپ وهوونکي یو. زه شخصاً په توپ اچوونکو یو څه لږ ګړندي برېدونه کوم. او زه یو آندازه ګړندی تېز توپ وهوونکی یم. د ډویلیرز پر وینا وېرات له ما څخه ډېر معتبره توپ وهوونکی دی خو زه د هغه څخه یو اندازه تېز توپ وهوونکی یم. زه سمدلاسه د لوبې بڼه هم بدله ولی شم او زه دا وړتیا لرم چې توپ اچوونکی تر خپل تاثېر لاندې راولم.))

د یادولو وړ ده چې په آي پي ایل کې د ډېرو منډو جوړولو سره سره بیا هم دا داوړه لوبغاړي پدې نه دي بریالې شوې چې خپلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام وګټې په اي پي ایل کې د ار سي بي یا بنګلور چلېنجرز لوبډله یوه هغه لوبډله ده چې تر اوسه یې د آي پي ایل د اتلولۍ جام نه دی ګټلی.

د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر کوهلي یو له هغه توپ وهوونکو څخه دی. چې پدې لیګ کې یې له نورو لوبغاړو ډیرې منډې جوړې کړې دې. نوموړي په ۱۷۷ لوبو کې ۵۴۱۲ منډې جوړې کړې دې همدغه راز تر څنګ یې اي بي ډویلیرز بیا ۴۳۹۵ منډې جوړې کړې دې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې