افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړو په رسنیز ورکشاپ کې برخه واخیسته

د کرکټ ملي لوبغاړو نن د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې له لوري په چمتو شوي ورکشاپ کې ګډون وکړ.

په دغه ورکشاپ کې ملي اتلانو ته په بهرنیو او ملي رسنیو کې د ګډون، له رسنیو سره د خبرو اترو او ټولنیزو رسنیو د کارونې د څرنګوالي، محدودیتونو او اهمیت په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دغه ورکشاپ د کورونا ضد سپارښتنو او واټن مراعتولو په موخه په دوه پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی پړاو یې نن او دویم پړاو به یې دوه ورځې وروسته ترسره شي. د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلې څو اونۍ وړاندي یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي لوبغاړي په بیلابیلو برخو کې تمرینونه ترسره کوي. دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکیټ لوبغالي کي پيل شو، چي پکښي ۲۴ تنو لوبغاړو ګډون کړی.

په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۴ افغان لوبغاړي شامل دي:

« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، نجیب الله ترکې، افتاب عالم، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.»

افغان کرکیټ بورډ ویلي، چي یاد تمریناتي کمپ د کرکیټ نړیوالي شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامي روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کرونا په وړاندي د ټولو لارښوونو او روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره ترسره کیږي.

افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وايي، په یاد روزنیز کمپ کي د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهني او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار کیږي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې