دلوبغاړو په اړه

ډیر وزن لرونکی کرکیټر هم د انګلستان سره لوبې ته خوشبین دی

د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی راهکیم کورنوال د انګلستان سره لوبو ته لیوالتیا وښوده، راهکیم کورنوال د انګلستان سره په لوبو اخیستو سره ډیر خوشهاله دی.

د نړۍ تر ټولو زیات وزن لرونکی لوبغاړی راهکيم کورنوال له اي ايس پي اين کريک انفو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې يو ځل بيا د کرکټ په کولو ډېر خوشحاله دى او د ويسټ انډيز لوبډلې برخه کېدل د هغه لپاره د وياړ خبره ده.

کورنوال زياته کړه، چې په برېتانوي لوبغالو کې لوبه کول ورته له کوم چېلنج څخه کمه نه ده، هغه تر دې مخکې په ٢٠١٨ کال کې په انګلستان کې د ويسټ انډيز لوبډلې لپاره لوبېدلى دى. راهکيم په ۲۰۱۹م کال کې د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او بیا یې د افغانستان پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ١٠ ويکټې ترلاسه کړي، او د لوبلړې غوره توپ اچونکې ونومول شو.

راهکيم کورنوال د کرکټ د نړۍ تر ټولو زيات وزن لرونکې لوبغاړې دي، هغه الراونډر لوبغاړې دي، چې اف سپينر توپ اچونه ترسره کوي. کورنوال وايي، هغه مهال ډېر خوشحاله شو چې ويراټ کوهلي ورته د تمريناتو پر مهال وويل چې توپ اچونه ورته وکړي.

هغه وايي چې ويراټ يو مخکښ توپوهونکى دى او هغه ته د توپ اچونې پر مهال ډېر څه زده کېداى شي. نوموړي وويل، که څه هم د انګلستان لوبغالي د ورو توپ اچونې لپاره ډېر ښه نه دى، خو موسم وچ دى او د ورو توپ اچونې لپاره ډېر ښه جوړ دى. راهکیم کورنوال تر دې دمه دوي ټیسټ لوبې او ۴۱ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي. کورنوال په ۴۱ شل اوریزه لوبو کې ۵۹۴ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۷۸ دي، یاد لوبغاړې د شل اوریزه لوبو په دي فارمټ کې کومه سلیزه نده وهلې، خو په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴ پنځوسیزي وهلې دي.

همدارنګه یې په دوو ټیسټ لوبو کې ۲۰ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۱۴ دي. کورنوال د ویسټ انډیز ملې لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې دومره ندې پیاوړي لکه د توپ اچونې په برخه کې، یاد لوبغاړي په دوو ټیسټ لوبو کې ۱۳ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۷۵ منډو په بدل کې د ۷ لوبغاړو سوځول دي. او په ۴۱ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۲۲ ویکټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۱۰ منډو په بدل کې د دریو لوبغاړو سوځول دي.

راهکیم د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې لپاره تردې دمه په ټیسټ، شل اوریزه فارمټونو کې لوبیدلې، خو کومه یو ورځنې لوبه یې نده ترسره کړي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې