دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکې درې شل اوریزه او درې ټیسټ لوبو لپاره خپل تمرینات پيل کړل

پاکستان کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ انګلستان هیواد ته ورسیده. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې خپل تمرینات پيل پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د انګلستان سره خپله لومړی ټيسټ لوبه د اګسټ په پنځمه نيټه دوهمه په ۱۳ او وروستۍ ټيسټ لوبه به د همدي میاشتې په ۲۱ نيټه د اظهر علي په کيپتانۍ کې ترسره کړي.

له دې وروسته به د بابر اغظم په لوبډلمشرۍ کې درې شل اوریزه لوبې پیل شي چې لومړی لوبه به یې د اګسټ ۲۹ دوهمه د اګسټ په ۳۱ او دریمه وروستۍ شل اوریزه لوبه به د سیپټمبر په ۲ نيټه ترسره کړي.پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په انګلستان کې هم د کرونا تيسټ وکړ چې منفي و اوس پاکستانۍ لوبډله په ویسټر کې

په تمریناتو بوخته ده.یاده دې وي چې ۷ ورځي وروسته نړیوال کرکټ یو ځل بیا د انګلستان او ویسټ انډيز په ټيسټ لوبه پیلیږي چې ګڼ شمیر مینوال ورته انتظار باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې