لیګونه

پاکستان کرکټ بورډ د پې ایس ایل پاتې لوبو په اړه پریکړه کوي

د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې د ۲۰۲۰م کال (PSL)  لیګ پاتې څلورو لوبو په اړه به سبا پنجشنبه پریکړه وکړي. 

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې چې د کرونا وایروس د تهدید سربېره د مارچ میاشت تر ۱۶مې روانې وې، له هغه وروسته د مارچ میاشت په ۱۷مه وځنډول شوې او د دې لوبو وروستی مهم پړاو یې هم وګواښه.

که څه هم د نړۍ په کچه د مارچ میاشت له ۱۴مې د کرونا وایروس له وېرې ټول ورزشې فعالیتونه د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونې پر بنسټ ځنډول شوې وې، خو د پاکستان سوداګریزې لوبې بیا هم جریان دلودي. د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې نیمه پایلوبو ته رسېدلې وې، چې پېښور زلمي، مُلتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې نیمه پایلوبو ته رسېدلې وې.

تمه وه چې د مارچ په ۱۷مه ېښور زلمي او ملتان سلطان کرکټ لوبډلو لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کړي وای، خو دا لوبه د کرونا ویروس له نسوه ترسره. دویمه نیمه پایلوبه هم د مارچ په ۱۷مه ترسره کیدله، خو دا لوبه د لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلو ترمنځ د وژونکې وبا (کرونا) له امله وځنډول شوه. ټاکل شوې وه، چې د پي ایس اېل پایلوبه د مارچ میاشت په ۱۸مه، خو دا پایلوبه هم ونشوه.

د څلورو لوبډلو هغه هیلې چې اتلولۍ ته یې لرلې، ورژېدې او لوبغاړي د خپل ژوند په غم کې شول. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبو د ځنډولو پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه، چې پي ایس اېل کې د یوه بهرني لوبېدونکي لوبغاړي په وجود کې د کرونا مشکوکه پېښه تایید شوه. پدې ورستیو کې د پاکستان کرکټ بورډ لوړ پوړو چارواکو وویل، که چیرې د ۲۰۲۰م کال شل اوریزه نړیوال جام ترسره نسي، نو دوی به د پې ایس ایل پاتې لوبې د اکتوبر-نومبر میاشتو کې ترسره کړي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې