نړیوال کریکټ

پاکستان دې بې ځایه اندیښنې نه کوي !

پاکستان دې بې ځایه اندیښنې نه کوي ! د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کمینټېټر ( اکاش چوپړا ) وایي، پاکستان دې له وخت وړاندې نه وارختا کیږي. نوموړي د پاکستاني کرکټ بورډ مسؤلینو د هغه څرګندونو په اړه، چې کرکټ نړیوالې شورا څخه یې له هند د لیکلي ضمانت غوښتنه کړې ده، ویلې دي، پاکستان دې هند ته د خپلې لوبډلې د سفر پر مهال او هلته د پاتې کېدو د امنیت په اړه هیڅ ډول اندیښنه نه کوي. د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر ( وسیم خان )

څو ورځې وړاندې په خپلو رسنیزو خبرو کې ویلې و، له کرکټ نړیوالې شورا څخه یې له هند د لیکلي ضمانت غوښتنه کړې او هله به یې لوبډله د هندوستان په کوربه توب د ۲۰۲۱ م کال ۲۰ اوریزه او ۲۰۲۳ م کال ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي، چې امنیت یې خوندي وي. نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د ورستیو خرابو سیاسي اړیکو له امله دغه اندیښنه ښودلې وه، چې اوس یې په ځواب کې هندي اکاش چوپړا د اندیښنو په اړه ډاډ ورکړ. چوپړا ویلې، که پاکستان هند ته لوبډله استوي، نو د امنیت په اړه دې ډاډه اوسي او هیڅ ډول ستونزه به نه را منځته کیږي، خو دا لا د وخت څخه وړاندې خبره ده، چې د کرونا وایرس له کبله به د دغه جامونو لوبې په خپل وخت یا په ځنډ سره ترسره شي. د کرونا وایریس خپریدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د سږ کال پلان شوې د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ او اسیا کپ هم نامعلوم برخلیک سره مخ دي، چې تر دې مهاله یې د ترسره کېدو په اړه خبرې کره شوې نه دي. بلخوا د همدغه سیالیو په سر پاکستان او هند سره په جنجال کې دي، هند د خپل کورني کرکټ مشهوره (IPL) لیګ سیالیو لپاره آن د نړیوال جام سیالۍ وروسته کول غواړي،

خو پاکستان بیا د نړیوال جام په ترسره کېدو ټینګار کوي او هم دواړه هېوادونه د سږ کال اسیا جام سیالیو په اړه سره هم نظره نه دي، ځکه چې پاکستان د خپل کوربه توب دا پړوا اسیا جام لوبې سریلنکا کرکټ بورډ سره په راتلونکي پړاو بدلول غواړي او هندی کرکټ بورډ بیا د دغه چارې په ترسره کېدو کې د پاکستان خلاف خنډ جوړ شوی دی. د پلان شوي مهالویش له مخې نړیوال جام څخه وړاندې د کرکټ اسیایي شورا د اسیا جام سیالۍ د پاکستان په کوربه توب راتلونکې سیپټمبر میاشت کې پلان کړې دي، خو اوس یې ترسره کېدو او ځای په اړه خبرې لا هم نامعلومې دي. احسان الله ساپی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې