دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نړۍ ټاپ ترینه سپينر سید اجمل ویلي پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان څخه لوبه نشي ګټلی او د سیالیو د لیدلو لپاره دي ۱۰۰۰ نندارچیانو ته په لوبغالي کې د ګډون چانس ورکول شي

د خپل وخت نامتو اپ سپينر توپ اچونکې سعید اجمل په خپلو وروستیو څرګندونو کې ويلي،، زمونږ لوبډله تجربه نلري ځکه زیات لوبغاړي پکې ځوانان دي، زه فکر نه کوم چې پاکستان به کومه ټیسټ لوبه د انګلستان څخه وګټې پاکستان او انګلستان سره ډېرې ټیسټ لوبې کړي چې نتیجه یې تل د پاکستان ماته وي،یوه ډېره مهمه چې زه ورته اندیښمن یم هغه داده چې لوبغاړي به د ننداره چيانو په نشتون کې د ستړیا احساس وکړي زه له چارواکو سره په تماس کې تر څو د سیالۍ د لیدو لپاره ۱۰۰۰ ننداره چيانو ته په لوبغالي کې د ګډون اجازه ورکړل شي،

د سفر څخه مخکې ډېره ګډوډي رامنځ ته شوه د لس لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت و اما کله چې بیا معاینات شو نو ټیسټ یې منفي و بیا د دریم ځل لپاره هم ټيسټ کړی شو چې بیا هم نتیجه منفی وه دغه لوبغاړي به درې ورځي وروسته انګلستان هیواد ته سفر وکړي،زما په اند انګلستان په روښانه ډول معلومیږي چې غوره لوبډله ده نو د سیالۍ ګټل به زمونږ لپاره د حقیقت نه وړاندې خبره وي،،

Pakistan spinner Saeed Ajmal makes an unsuccessful appeal during the second one-day international (ODI) match between Sri Lanka and Pakistan at the Pallekele International Cricket Stadium in Pallekele on June 9, 2012. Sri Lanka captain Mahela Jayawardene elected to bat after winning the toss against Pakistan. The tourists lead 1-0 in the five-match series following their six-wicket win in the opening one-dayer on June 7. AFP PHOTO/ LAKRUWAN WANNIARACHCHI (Photo credit should read LAKRUWAN WANNIARACHCHI/AFP/GettyImages)

د انګلستان وزیر پرون خبر ورکړ چې د کرونا ویروس کچه مخ په کمیدو ده او سلو کې یې لس فیصده شتون تر سترګو کيږي، بل پلو سټوراټ براډ بیا یو سیکالوجیست ډاکټر ته ورعلی چې دا ورزده کړي چې څنګه په حالي لوبغالو کې لوبه ترسره کړي.لاتراوسه پورې دانده روښانه شوې چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ به درې شل اوریزه او درې ټيسټ لوبې د مینوالو په شتون کې ترسره شي او کنه؟

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې