دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د جي روټ په نشتون کې د بین سټوکز لوبډلمشري

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټيسټ لوبو کيپتان جي روټ د خپل دوهم ماشوم د زیږون لپاره په لومړی ټيسټ سیالۍ کې نه لوبیږي.جي روټ مخکې هم خبر ورکړی و چې شاید لومړی ټیسټ لوبه کې ګډون ونه کړي خو نن یې رسماً تاید کړه چې د ویسټ انډيز پروړاندې په لومړی سیالۍ کې یې ګډون هیڅ ډول امکان نلري.نوموړي خبر ورکړ چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر بین سټوکز به د لومړي ځل لپاره انګلینډ لوبډله په ټيسټ میچ کې رهبري کړي.

دواړه لوبډلې د سیالیو لپاره چمتوالی نیسي ترڅو د درې میاشتنې ځنډ وروسته پيل په بریا سره وکړي.ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله به د شولډر یا اوږې سره یو بلک لوګو هم په خپل شرټ ولګوي

چې د توکم پالنې شعار به پکې موجود وي.یاده دې وي چې د ویسټ انډيز او انګلستان ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه د جولای په اتمه نېټه د انګلستان په کوربتوب ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې