افغانستان کریکټ

انډې مولز: ما خپل دماغ له لاسه ندي ورکړي، نیمه پښه مې له لاسه ورکړي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز پښه تیره اپریل میاشت د شکري ناورغې امله پري سوه، چې اوس یې یو ځل بیا دې ته زړه ښه کړی ترڅو له ملې لوبډلې سره یوځای سې او خپله دنده پیل کړي.

انډي مولز له ایسفاین کرک انفو سره په خپله تازه مرکه کې ویلې،  د روزونکې په توګه دا زما دنده ده ، چې لوبغاړې او لوبډلو سره لا ډیره مرسته وکړم. د دې ترڅنګ هغه د خپل ژوند سختې شیبې هم د ده ناروغې له امله د پښې پرې کیدل یاد کړل. د انډي مولز په وینا دا ډیره سخته وي کله چې تاسو ته ویل کېږي، تاسو پښه له لاسه ورکوي. اوس مهال انډي مولز چپه پښه نه لري او پر ځای یې مصنوعي (اوسپیزه پښه) نصب کړې ده. انډي مولز د ۲۰۱۹م پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام وروسته د کرکټ بورډ لخوا د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.

نوموړي له دې وړاندي د بنګله‌دېش لپاره د افغان لوبډلي سرپرست مشر روزونکی، د ملي لوبډلي، ایمرجینګ، الف او ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو لپاره د مشر روزونکي په حیث هم دندي ترسره کړي دي.

خو د انډي مولز هغه تازه عکس چې موږ ترلاسه کړى دى، په هغې کې ښکاره چې نوموړى يوه پښه نه لري او د هغه پر ځاى ورته مصنوعي پښه لګول شوې ده. دا هم تراوسه نه ده معلومه چې انډي مولز چېرته عمليات کړي دي او د کرنټين په دې موده کې هغه اوس چېرته ژوند کوي.

انډي مولز همدا راز د څه وخت لپاره د ملي لوبډلې سره هم په څو سفرونو کې د روزونکي په توګه تلى دى، چې اوس نوموړى د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر په توګه خپله دنده ترسره کوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې