افغانستان کریکټ

افغان اتلانو د افغان ځوانانو څخه ماته وخوړه

نن په کابل کرکټ لوبغالې کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو یوه تمریناتې شل اوریزه لوبه ترسره کړه، چې افغان ځوانانو افغان اتلانو ته په دوو ویکټو ماته ورکړه. لوبغاړې په دوو ټیمونو افغان ځوانانو او افغان اتلانو جلا شوي وه، چې افغان ځوانانو په یاده تمریناتې لوبه کې ده دوو ویکټو په توپیر افغان اتلانو ته ماتې ورکړه. د یادې لوبې پچه د افغان اتلانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله، او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. د افغان اتلانو لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ځوانانو ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکی.

د افغان اتلانو لپاره شهزاد محمدي ۷۴ او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۴۷ منډې جوړې کړې. د افغان ځوانانو لوبډلې د توپ اچوونکو له ډلې مجیب الرحمن درې، افتاب عالم دوه او کریم جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه. 

کله چې افغان ځوانان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو د افغان اتلانو له لوري ورکړل شوی هدف یې د اتو ویکټو په سوځېدو سره د ۲۰م اور په وروستي توپ د دروېش رسولي له لوري د څلوریزې په وهلو سره پوره کړ.

د افغان ځوانانو له ډلې دروېش رسولي ۵۸ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدراڼ بیا ۲۵ منډې وکړې. په داسې حال کې چې د اتلانو له لوري قیس احمد، فرید احمد او عظمت الله عمرزي دوه-دوه او شرف الدین اشرف او نوین الحق یوه-یوه ویکټ واخیسته او سیالې لوبډلې ته یې د دوه ویکټو په توپیر لوبه وبایلله. افغان لوبغاړو له تېرو دریو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړی چې دغه لوبه هم د یاد روزنیز کمپ برخه وه.

افغان اتلانو د افغان ځوانانو څخه ماته وخوړه! نن په کابل کرکټ لوبغالې کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړو یوه تمریناتې شل اوریزه لوبه ترسره کړه، چې افغان ځوانانو افغان اتلانو ته په دوو ویکټو ماته ورکړه. لوبغاړې په دوو ټیمونو افغان ځوانانو او افغان اتلانو جلا شوي وه، چې افغان ځوانانو په یاده تمریناتې لوبه کې ده دوو ویکټو په توپیر افغان اتلانو ته ماتې ورکړه. د یادې لوبې پچه د افغان اتلانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله، او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. د افغان اتلانو لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ځوانانو ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکی.

د افغان اتلانو لپاره شهزاد محمدي ۷۴ او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۴۷ منډې جوړې کړې. د افغان ځوانانو لوبډلې د توپ اچوونکو له ډلې مجیب الرحمن درې، افتاب عالم دوه او کریم جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کله چې افغان ځوانان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو د افغان اتلانو له لوري ورکړل شوی هدف یې د اتو ویکټو په سوځېدو سره د ۲۰م اور په وروستي توپ د دروېش رسولي له لوري د څلوریزې په وهلو سره پوره کړ.

د افغان ځوانانو له ډلې دروېش رسولي ۵۸ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدراڼ بیا ۲۵ منډې وکړې. په داسې حال کې چې د اتلانو له لوري قیس احمد، فرید احمد او عظمت الله عمرزي دوه-دوه او شرف الدین اشرف او نوین الحق یوه-یوه ویکټ واخیسته او سیالې لوبډلې ته یې د دوه ویکټو په توپیر لوبه وبایلله. افغان لوبغاړو له تېرو دریو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړی چې دغه لوبه هم د یاد روزنیز کمپ برخه وه.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې