نړیوال کریکټ

کرونا د استرالیا او زیمبابوې لوبې هم لغوه اعلان کړي

کرونا ویروس چې په نړۍ کې یې هرډول ورزشي لوبې تر نامعلوم وخته پورې ځنډولي او لاهم دغه دریدل جریان لري.استرالیا او زیمبابوې لوبډلو سره په راتلونکې میاشت کې درې پنځوس اوریزه لوبې لرلي چې د کرونا ویروس له امله لغوه اعلان شوي.مخکې د استرالیا کرکټ بورډ مشر روزونکي جویسټن لانګر، ویلي و چې دغه سیالۍ به ترسره نشي،، او نن رسماً دواړو کرکټ بورډنو تاید کړه چې راتلونکی دوه اړخیز سیریز یې لغوه اعلان کړ چې پکې درې پنځوس اوریزه لوبې شاملي وي،

دغه سیالۍ د اګسټ په ۱۲ او ۱۵ پلان شوې وي.د زیمبابوې کرکټ بورډ سرپرست مدیر ګیمور مکروني ویلي،، مونږ د استرالیا سره د سیالیو په ترسره کول ډېر خوشاله و،خو شرایطو ته په کتو د سیالیو ځنډیدل یوازینۍ حل لاره وه،مونږ به دغه سیالیو ته بیرته یو مناسب وخت وګورو او سیریز به د سره بیا پلان کړ،، یاده دې وي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې ورزشي سیالۍ بندي کړي چې اوس تازه داسي خبرونه خپریږي چې د کرکټ بیا پيل به تر سيپټمبره پورې وخت ونیسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې