افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

راشد خان ارمان د ۲۱ پيړۍ مخکښ لوبغاړی اعلان شو

د کرکټ مشهوره مجلي ویسډن په خپله نوې ګڼه کې دا ځل افغان الراونډر راشد خان ارمان ترټولو بااهمیته کرکټر وباله.دغه افغان لوبغاړي په ۲۹۶ ویکټو کې ۲۱۱ یې بیا د شل اوریزه لوبو څخه ترلاسه کړي دي.

د ویسډن په مشهوره مجله کې افغان راشد خان ارمان لومړی، هندي چټک توپ اچونکی جیسپریت بومرا،

دوهم استرالیایي ډيویډ وارنر د توپ وهونکو په ډله کې بیا دریم ځای، ویسټ انډیزی سوکه توپ اچونکی سونیل ناراین څلورم، او په پنځم مقام کې بیاسریلانکایي لیست ملینګادی ،

د یادې مجلې تبصره کوونکي په کرکټ کې د لوبغاړو کر کردګۍ ته له بېلا بېلو برخو پاملرنه کوي چې ترټولومهمه برخه یې د لوبغاړي توپ وهنه، او توپ اچونه ده.د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ افغان الراونډر راشد خان ارمان په شل اوریزه لوبه کې د کرکټ د نړیوالې شورا سره په لومړي مقام کې خپل ټول حریفان شا ته پريخي او په دغه برخه کې لومړی ځای لري.راشد یوازینی افغان لوبغاړی دی چې په نړیواله کچه یې د افغانستان نوم په هر ځای کې روښانه کړی دی.یاده دې وي چې په ویسډن مجله کې ډېری لوبغاړي د دې خوبونه ویني چې یاده مجله به یې د کومې پیړۍ غوره لوبغاړی معرفي کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې