افغانستان کریکټ

د شپږو پاکستاني لوبغاړو د کرونا تيسټ د دریم ځل لپاره هم منفي و

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې څه موده وړاندې انګلستان سره د سیالیو په موخه ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې د لس لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت و.چې په دې کې
فخر زمان ، محمد حسنین ، محمد حفیظ ، محمد رضوان ، شاداب خان او وهاب ریاض، هغه لوبغاړي و چې د کرونا ټيسټ یې مثبت و خو دې لوبغاړو د دريم ځل لپاره د کرونا ټيسټ وکړ او د دریم ځل لپاره هم منفي راووته.

اوس پاکستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې دا شپږ لوبغاړي به څه وخت وروسته انګلستان ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.دوی به لومړۍ وسیټر ته چيرته چې پاکستانۍ لوبډله د قرنطین په حال کې ده سفر کوي او هلته به د لوبډلې سره یوځای کیږي.پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ لوبغاړو په شتون کې تیره ورځ انګلستان هیواد ته سفر وکړ چې ډېری پکې ځوان لوبغاړي شامل و.یاده دې وي چې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې درې شل اوریزه او درې ټيسټ لوبې لري چې د جولای په ۳۰ نېټه به دسریز لومړی لوبه په سوات امپټون کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې