لیګونهنړیوال کریکټ

د سریلانکا شل اوریزه لیګ د دوه سیالیو وروسته لغوه اعلان شو

سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د
UVA
پریمیرلیګ د دوه سیالیو وروسته لغوه اعلان کړی شو.دا سیالۍ پرون پیل شوې چې پکې لومړی لوبه په خورا ښه شکل سره ترسره شوه، سریلانکا کرکټ بورډ د سیالیو د لغوه کیدو اصلي دلیل دا راوستی چې لیګ ډېر ښکلی نه و او ځنې کړنې پکې د کرکټ بورډ سره په ټکر کې وي بل پلو پرویز مهروف چې د لوبډلې کيپتان و په سیالیو کې دګډون څخه انکاري شو،تیلکراتني دیلشن،

پرویز مهروف، اجینټا مینډیس، او شانکا بیا د لوبډلې لوبډلې مشران و خو یو هم د سیالۍ د ترسره کولو لپاره زړه نه ښه کوي.دغه پریمیر لیګ چې یوه اونۍ به یې دوام کړی وی او پکې به ۱۴ لوبې ترسره شوې خو د ځنې دلایلو له مخې یاد شل اوریزه لیګ لغوه اعلان شو. دا په سریلانکا هیواد کې دویم لیګ دی چې لغوه اعلان کیږي، سریلانکا کرکټ بورډ د
PDC
لس اوریزه لیګ هم فسخ اعلان کړ.یاده دې وي چې سریلانکا هیواد شاید د راتلونکي اسیا جام کوربتوب په خپله غاړه ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې