دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د درې میاشتنې ځنډ وروسته بیرته تمریناتو ته راوګرځيدل

جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله د درې میاشتنې ځنډ وروسته بیرته خپل لوبیز تمرین ته راوګرځیدل.دا چې په نړۍ کې هرډول سیالۍ د نامعلوم وخت لپاره ځنډیدلي دي نو اوس د کرونا ویروس د کمښت وروسته زیات بورډونه هڅه کوي چې خپل تمرینات بیا دسره پیل کړي.جنوبي افریقا لوبډلې څه موده وړاندې د یو کورني لنډ ټورنمینټ خبر ورکړ چې پکې درې لوبډلې شاملې وي او د تري ټي سي په نوم یې یاد کړی و هغه هم د کرونا ویروس له امله وځنډید.افریقا په دې میاشت کې د سریلانکا سره سیالۍ لرلي هغه هم د نامعلوم وخت لپاره ځنډول شوې دي.

اوس مهال د جنوبي افریقا لپاره په سینچورین ایالت کې، د کوینټن ډي کاک، په مشرۍ، ډین ایلګر ، لونګي نګیدي،ایډن مارکرام،جونیر ډلا، تیونیس ډي برایون، روسي ون ډر ډوسن، شان وین برګ، ډیوین پریټوریس،هینریچ کلاسین، ټیما بواما، رضا هینډریکس، کیاګاسو رباډا، تبریز شمسي، وین مولډر، جیورن فورټیوین،اینډل فیلک وای و، ډویډ ميلر، سریال ایروي، خییا ځونډو، ډیرن، کیشب مهراج، سینوران میتوسمي، کیګان پيټرسن، عمران طاهر، لوطو سيمپلا، ایډوارډ موور،سینګارانګ، انریچ نورټیج، سیسندا مګلا، ګلینټن تورمان، جان جان سموټز، روډي سیکنډ، پیټ وان بیلجون، ریناراډ وان ټنډر، جیرالډ کوټزي،پيتر میلان، زبیر حمزه، جانیمن ملن، فاف ډوپلیسیس،ټوني ډي زورزي، بیوران هینډریکس، ناندر بورګر، جورج لینډي، کایل وریرن،هغه لوبغاړي دي چې په اوسني وخت کې په تمریناتو بوخت او د راتلونکې سیالیو لپاره چمتوالی نیسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې