افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغان مینوالو پر زړونو راج چلونکې وپیژنۍ

نجیب الله ځدران د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاسې توپ وهونکې دي. په ۱۹۹۳م کال د فیبروري میاشتې په ۲۸ د افغانستان په لوګر ولایت کې زېږیدلی. چې اوس ۲۷ کاله عمر لري. نجیب دافغان ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه د ارلینډ په وړاندې په ۲۰۱۲م کال د جولای میاشتې په پنځمه نیټه ترسره کړه. نجیب الله ځدران د ملې لوبډلې یو پیاوړې او ځوان لوبغاړې دي. چې هر وخت یې د افغانستان کرکټ ملې ټیم  لپاره ښې لوبه ترسره کړي دي. نجیب الله ځدران تر دې دمه ۶۷ یو ورځنې او ۱۱۵ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي. د دې ترڅنګ هغه په کور دننه په ۶۹ لیست اې او په پنځو فرسټ کلاس لوبو کې یې برخه اخیستې ده، خو تر دې دمه پوري یې کومه ټیسټ لوبه نده ترسره کړي.

یو ورځنې لوبې یې:

نجیب الله ځداران د ۶۷ یو ورځنیو لوبو څخه په ۶۲ پاڼیو کې لوبیدلې، په دی ۶۲ پاڼیو کې یې ۱۵۸۶ منډي ترسره کړي دي. چې په  یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو ډیري  ۱۰۴ ناسوځېدلي منډي دي. نجیب په یو ورځنیو ولوبو کې  یوه سلیزه او ۱۱ یې بیا پنځوسیزې وهلي دي. هغه د دې تر څنګ په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۴ څلوریزې او ۵۷ یې بیا شپږیزې وهلي، همدارنګه یې په دې فارمټ ۳۷ کیچونه هم ترلاسه کړي. نجیب الله د توپ وهنې ترڅنګ د اړتیا په مهال توپ اچونه هم ترسره کوي. چې د ۶۷ لوبو څخه یې په دوو پاڼیو کې توپ اچونه ترسره کړي ده خو کومه ویکټه یې نده اخیسته.

شل اوریزه لوبې یې:

نجیب الله ځدران د ۱۱۵ لوبو څخه په ۹۹ پاڼیو کي توپ وهنه ترسره کړي ده، هغه په دې ۹۹ پاڼیو کې ۱۸۷۷ مندي ترسره کړي دي. چې په یوه شل اوریزه لوبو کې یې تر ټولو ښه توپ وهنه  ۹۷ ناسوځېدلي منډي دي. نجیب په شل اوریزه لوبو کې کومه سلیزه نه لري، خو ده په شل اوریزه لوبو کې تر دې دمه ۶ پنځوسیزي وهلي دي. نجیب الله په شل اوریزه لوبو کې ۱۲۸ څلوریزي او ۱۰۵ یې بیا شپږیزي وهلې دي. د دې ترڅنګ دشل اوریزه په دي فارمټ کې یې تر نور ډیر ۵۳ کیچونه هم نیولي. نجیب الله ځدران په شل اوریزه لوبو کې په یوه لوبه کې توپه اچونه ترسره کړي چې په خپل کیریر کې یوه ویکټه هم له ځان سره لري، د شل اوریزه لوبو په یوه لوبه کې ښه توپ اچونه د ۶ منډو په بدل کې د یوی ویکټي اخیستل دي.

لیست اې لوبې یې: 

نجیب الله په کور دننه د ۸۹ لیست اې لوبو څخه په ۸۳ لوبو کې توپ وهنه ترسره کړي ده، په دې ۸۳ پا ڼیو کې یې ۲۲۸۵ تر نورو فارمټونو ډیري منډي کړي دي. چې په لیست اې لوبو کې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ښه توپ وهنه د ۹۷ ناسوځیدلو منډو ده. نجیب په لیست اې لوبو کې یوه سلیزه، او ۱۸ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي. د دې ترڅنګه یې د لیست اې لوبو په دې فارمټ کې ۴۹ کیچونه هم نیولي دي. ځدران د لیست اې لوبو په ۱۴ پاڼیو کې توپ اچونه ترسره کړي ده، چې په دې ۱۴ پاڼیو کې يې ۴ لوبغاړي سوځولې دي.

او فرسټ کلاس لوبې یې:

نجیب الله په کور دننه ۵ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۵ لوبو کې یې ۳۰۶ منډي کړي دي. د فرسټ کلاس لوبو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ وهنه د ۹۹ منډو کول دي. نجیب په فرسټ کلاس لوبو کې کومه سلیزه نده وهلي، خو په دې فارمټ کې یې ۳ پنځوسیزي وهلي دي. هغه د فرسټ کلاس لوبو په لسو پاڼیو کې ۴۳ څلوریزي، او ۶ یې بیا شپږیزي وهلي دي. همدارنګه یې په دې لوبو کې ۵ کیچونه هم نیولي دي. نجیب الله د فرسټ کلاس په ۴ پاڼیو کې توپ اچونه ترسره کړي ده، چې په دې ۴ پاڼیو کې یې دوي ویکټي اخیستي دي. د فرسټ کلاس لوبو تر ټولو ښه توپ اچونه یې د ۱۲ منډو په بدل کې د یوه لوبغاړي سوځول دي.

نجیب د افغانستان ملې لوبډلې تر څنګ په افغان چیتاس، او افغانستان ۱۹ کلنې ملې لوبډلې کې هم لوبې ترسره کړي دي. په کور دننه یې د بندامیر ریجن او بوست ریجن لوبډلو لپاره لوبیدلي دي او همدارنګه یې په يو شمیر ستر لیګونو کې هم برخه اخیستي چې د هغو له ډلې په دې لوبډلو کې لوبیدلي دي، کولنا ټایګرز، موڼتریل ټایګرز، اس ټي لوکا زوکس او وین پیج هاواکس.

نجیب الله د افغانستان ملې لوبډلې لپاره په ۲۰۱۴م کال په جولای میاشت کې د زومبابوې په وړاندي ۹۹ منډي ترسره کړي چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ښه لاسته راوړنه وه. هم دا رنګه یې د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ۶۰ منډي ترسره کړي، همدا علت سو چې افغان ملې لوبډلې په همغه لوبه کې پاکستان ته په ۵۴ منډو ماته ورکړي. نجیب د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې د ۵۱۳ نمرو په درلودلو سره د جدول په ۶۲ نمبر کې کرار لري .او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندي کې بیا د ۴۸۳ نمرو په درلودلو سره د جدول په ۴۳ نمبر کې شتون لري.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې