دلوبغاړو په اړه

بین سټوکس د لومړی ځل لپاره د انګلستان لوبډلمشر ټاکل شوي

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې الراونډر لوبغاړې بین سټوکس دلومړی ځل لپاره د انګلستان کرکټ بورډ له لورې د یادې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل سو. بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په دریو واړو فارمټونو شل اوریزه، پنځوس اوریزه او ټیسټ سیالیو کې لوبې ترسره کوي.

تر ټولو جالبه خبره داده چې یاد لوبغاړې په ښې لاستې توپ اچونه او په چپ لاستې توپوهنه ګوي. بین سټوکس د ملې لوبډلې لپاره تردې دمه ۶۳ ټیسټ، ۹۵ یو ورځنۍاو ۱۲۳ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

سټوکس د ټیسټ لوبو په ۱۱۵ پاڼیو کې ۴۰۵۶ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۲۵۸ دي. د ټیسټ لوبو په دې فارمټ کې یې ۹ سلیزي او ۲۱ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

د يو ورځنیو لوبو په ۸۱ پاڼيو کې یې تر دې دمه ۲۶۸۲ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د ۱۰۲ ناسوځیدلو منډو ده، همدارنګه یې په یو ورځنیو لوبو کې ۳ سلیزي او ۲۰ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي او د شل اوریزه لوبو په ۱۱۳ پاڼیو کې یې بیا ۲۳۳۰ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې يې ترټولو ډیري منډي۱۰۳ دي. یاد لوبغاړې په شل اوریزه لوبو کې یوه سلیزه او ۸ یې بیا پنځوسیزي وهلې دي. بین سټوکس د توپ وهنې ترڅنګ ښه توپ اچونه هم ترسره کوي.

یاد لوبغاړي په ۶۳ ټیسټ لوبو کې ۱۷۴ ویکتې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۲۲ منډو په بدل کې د ۶ لوبغاړو سوځول دي، همدارنګه یې په ۹۵ یو ورځنیو لوبو کې ۷۰ ویکیټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۶۱ منډو په بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول دي، او په ۱۲۳ شل اوریزه لوبو کې ۶۸ ویکیټې اخیستې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د۱۶ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي. بین سټوکس د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د انګلستانې جیو روټ پر ځای د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلشرۍ کوي.

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلې درې ټیسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي. ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي.  دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي. انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې. دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي. 

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې