دلوبغاړو په اړه

ویکرم راتور: رشاب پنټ یو ځانګړی لوبغاړی دی

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې د توپ وهنې روزونکې ویکرم راتور وایې رشاب پنټ یو پیاوړې لوبغاړې دي. د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې تیز توپوهونکې ویکټ ساتونکې رشاب پنټ هغه لوبغاړې دي، چې د هندوستان لپاه اوس د ایم ایس ډوهنې په ځای د ملې لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

ویکرم راتور وایې: ٬٬رشاب پنټ یو ځانګړې استعداد لري هغه کولایسې لوبه هر اړخ ته بدله کړي، رشاب پنټ تیر کال ښې لوبې نه کړي ترسره خو زه باور لرم چې کله په لوبه کې هغه په منډو پیل وکړي نو ډیر څه د هندوستان لپاره ترسره کوي، که چیري رشاب پنټ سخت کار وکړي نو د هندوستان لپاره سیالې ګټلایسي.٬٬

د دې ترڅنګ ویکرم راتور زیاته کړه چې د هندوستان کرکټ ملې لوبډله به هیڅکله د ایم ایس ډوهنې تشه ډګه نکړي، هغه یو نړیوال کرکیټر وو. پنټ یو څو ناکامې لري که چیري پر هغه سخت کار وکړي نو هغه یو پیاوړې  لوبغاړې دي، هغه په فزیکې برخه کې ډیر کار کوي، سخت تمرین کوي، او موږ په بشپړه توګه د هغه ملاتړ کوو.

رشاب پنټ د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره تردې دمه ۲۷ شل اوریزه، ۱۶ یې بیا یو ورځنې او ۱۳ یې ټیسټ  لوبې ترسره کړي دي. هغه د هندوستان لپاره په ۲۷ شل اوریزه لوبو کې ۴۱۰ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې تر ټولو ډیري منډي ۶۵ دي. یاد لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې تر دې دمه کومه سلیزه نده وهلې خو د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې يې بیا دوي پنځوسیزي وهلي دي.

ددي ترڅنک د یو ورځنیو لوبو په ۱۴ پاڼیو کې یې ۳۷۴ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۷۱ دي، په یو ورځنیولوبو کې یې هم تر دمه کومه سلیزه نده جوړه کړي، په دي فارمټ کې يې بیا یوه پنځوسیزه وهلې ده او په ۱۳ ټیسټ لوبو کې یې بیا ۸۱۴ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۱۵۹ دي، هغه په ټیسټ لوبو کې دوی سلیزي، او دوی یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

رشاب پنټ د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره خپله رسمې لومړې نړیواله ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه، همدارنکه یې لومړې یو ورځنې لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د ویسټ انډیز په وړاندي ترسره کړه، او د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره یې لومړې شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۷م کال کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه. دا ۲۲ کلن ځوان لوبغاړې اوس هم د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې سره مل دي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې