نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز لوبډله به په نوي ډیزاین لباس لوبغالې ته کښته سي

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي به په ټیسټ لوبو کې په نوي ډزاین لباس د لوبې ډګر ته کښته کیږي. آی سي سي پر خپل رسمې ټویټر پاڼې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبدلې هغه انځور خپور کړي، چې پکښې دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي په نوي ډزاین لباس کې ښکاري.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي به په ټیسټ لوبو کې په نوي ډزاین لباس د لوبې ډګر ته کښته کیږي. آی سي سي پر خپل رسمې ټویټر پاڼې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبدلې هغه انځور خپور کړي، چې پکښې دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي په نوي ډزاین لباس کې ښکاري. انځور سره آی سي سي لیکلې ویسټ انډيز لوبډله د انګلستان سره د ټیسټ لوبو په لړې کې په نوي ډزاین لباس چې د بلک لاویس مټر( Blacklivesmatter#) لوګو به پرې لیګیدلې وي میدان ته کښته سي.

بلک لاویس مټر ٬٬بې عدالتي باید ودریږي٬٬  دا شعار وروسته له هغه تورو پوستو پر خپل خوله راویښ کړ څه وخت، چې جورج فلویډ په امریکا کې د یوه سپین پوستې پولیس لخوا په ډیر بې رحمانه توګه ووژل سو. د جورج فلويډ تر مرګ وروسته په تېرې می مياشتې کې د امريکا په اکثرو ښارونو کې لاريونونه پيل سوه چې په نړيواله کچه د ملاتړ سره مخ سوه. جسن هولډر وایې:

ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مشر جیسن هولډر ویلي،له دې کاره څخه یې موخه تور پوستو ته د حقوقو او مساواتو غوښتنه او د هغوی د مرستې ږغ راپورته کول دي. نوموړی ويلي،تور پوستې هم انسانان دي او له دوی سره بیاید د تبعیضي چلند ودرول شي. هولډر همداشان په کرکټ نړیواله شورا هم ږغ کړی چې په کرکټ کې دې هم تبعیضي چلند باندې داسې پابندي ولګول شي،لکه د درغليو او فساد په وړاندې چې لګول شوی دی.

د ويسټ انډيز کريکټ بورډ تائيد کړې چې د تور پوستو لپاره جوړ سوی شعار ( Blacklivesmatter#) به د انګلستان په وړاندې لوبو کې د لباسونو پر کالر ولګوي. ددې لوګو ډيزاين د واټفورډ فوټبال کلب د همکار ملګرې اليشا حسنا له لورې تنظيم سوې ده. ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلې درې ټیسټ لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي. ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د راتلونکي جولای میاشتي په ۲۴مه نېټه پيلوي. دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې